د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

لوړپوړي هندي او پاکستاني چارواکي خبرو ته کیني


هندي مقاماتو د سې شنبې په ورځ وویل ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر به په راتلونکې جولاي میاشت کې له خپل پاکستاني سیال سره په اسلام اباد کې کتنه وکړي.

د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې دا خبرې اترې په ممبيي ښار د ۲۰۰۸ کال له تروریستي حملو وروسته د نوي ډیلي او اسلام اباد تر منځ د اعتماد دپیداکولو او کړکیچ د کمولو په هدف ترسره کیږي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس ایم کریشنا وویل هغه به د خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي په بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي.

نوموړي وویل د هند او پاکستان صدراعظمانو خپلو لوړ رتبه دیپلوماټانو ته لارښونه کړې چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اعتماد فضا رامنځ ته کړي.

ایس ایم کریشنا وویل د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د جولاي په ۱۵ نیټه دی اسلام ته دعوت کړی دی څو په دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې ترسره شی.

هغه زیاته کړه:

((هلیه لروو چې دا خبرې به دواړه هیوادونو له یو بل سره نزدې کړي او د دواړو خواو تر منځ به هغه صمیمیت رامنځ ته کړي چې مونږ ټول يې ارزو لرو.هیله لروو چې زمونږ هڅې به ګټورې وي.))

د هندي او پاکستاني لوړ رتبه مقاماتو تر منځ دا خبرې په داسې حال کې پیلیږي چې نوی ډیلی ټینګار کوي ، په پاکستان کې میشت هغه کسان باید د قانون منګلو ته وسپارل شي چې د ممبيي تروریستي حملې يې پلان کړې وې.

د پاکستان او هند صدراعظمانو په اپریل میاشت کې یو ځل په واشنګټن کې د اټومي وسلو د مصونیت په سرمشریزه کې او بیا په بوټان کې د سارک په کانفرانس کې سره ولیدل.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل د پاکستان صدراعظم ورسره ژمنه کړې چې د هند ضد وسله والو ډلو پر وړاندې به سحت ګامونه واخلي ،د نوموړې په وینا د یوسف رضا ګیلاني دې څرګندونو ددواړو هیوادونو تر منځ پرته بدبیني یو څه کمه کړې ده.

په عین حال کې ټاکل شوې چې د هند د کورنیو چارو وزیر هم په راتلونکې جون میاشت کې د سارک سازمان د غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ولاړشي او دغلته به له خپل پاکستاني سیال رحمن ملک سره هم وویني.

هند او پاکستان دواړه په دې وروستیو کې د متحده ایالاتو تر سخت فشار لاندې له یو بل سره خبرو اترو ته غاړه ایښې ده.

واشنګټن په دې باور دی چې د اسلام اباد او نوي ډیلي تر منځ کړکیچ په قبایلي سیمو کې د تروریزم په وړاندې د پاکستان پر مبارزه منفي تاثیر کوي.
XS
SM
MD
LG