د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

سې شنبې د غويي ۲۱مه


سرنوشت:اوباما هڅه كوي، له كرزي سره د پخواني ولسمشر بوش په څير تودې اړيكې وپالي.
سرنوشت:اوباما هڅه كوي، له كرزي سره د پخواني ولسمشر بوش په څير تودې اړيكې وپالي.

په كابل كې نننيو ورځپاڼو د افغانستان په اړه گڼ مطالب او مقالې خپرې كړي،چې حميد مومند ورته كتنه كړې.

سرنوشت:

دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې ليكلي، چې د اوباما اداره ډيره ليواله ده، چې د افغانستان او امريكا ترمنځ پراخې اړيكې ټينګې شي.

ورځپاڼې په دوام كې د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې اوباما هڅه كوي، له حامد كرزي سره د پخواني ولسمشر بوش په څير تودې اړيكې وپالي.

په ورځپاڼه كې واشنګټن ته د ولسمشر كرزي د سفر په اړه هم يو مطلب خپور شوې او هغه د دواړو هيوادونو ترمنځ د شتو ځينو ستونزو د هواري لپاره خورا مهم بلل شوې دې.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره د ولسمشر كرزي په وروستي حكم بحث كړې او ليكلي، چې دا به ددې پديدې د له منځه وړلو په برخه كې مهم رول ولوبوي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې بيا په خپل يو مطلب كې هيله څرګنده كړې، چې امريكا ته د ولسمشر كرزي سفر به د دواړو هيوادونو ترمنځ په اړيكو مثبته اغيزه وكړي.

ورځپاڼې په افغانستان كې د روانو پوځي هلوځلو په اړه د امريكا د ولسي جرګې د مشرې څرګندونې راخستي او د هغې په حواله يى ليكلي، چې دا ماموريت امريكا او نړۍ ته ډير اهميت لري.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د كابينې د تيرې ورځې غونډې ته ځانګړې كړې، چې پكې په ايران كې د افغان بنديانو د اعدام په موضوع هم بحث وشو.

ورځپاڼې ليكلي، چې كابينې يو پلاوي ته دنده وسپارله، چې ايران ته سفر وكړي او د افغان بنديانو د اعدام په اړه دې يو روښانه انځور ترلاسه كړي.

ويسا:


دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې ليكلي، چې ايران په نيمروز ولايت كې د نا امنيو د پراخولو له لارې غواړي، چې په دغه ولايت كې د كمال خان بند د جوړيدو مخه ونيسي.

ورځپاڼې په دوام كې د ايران د لاس وهنې يو بل لامل ته هم ګوته نيولې او ليكلي، چې ايران غواړې امريكا ته دا وښۍ، چې دوى هم ورته ستونزې جوړولې شي.

په ورځپاڼه كې د وروستيو سيلابونو له كبله د اوښتو زيانونو په وړاندې د ولسي جرګې غبرګون ته په اشارې ليكلي، چې دا ډول پيښې په ګاونډيو هيوادونو كې د افغان كډوالو په وړاندې كيدونكې نا رواوې ولسي او مشرانو جرګو ته د خپلې دبدبې د ښودلو موقع وركړي.

ورځپاڼې ليكلي، چې بايد د دا ډول پيښو په وړاندې له سياسي چلند نه لاس واخستلې شي او له افغانانو سره ريښتينې خواخوږي وشي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس په خپله سرمقاله د ترورزم پر ضد روانه مبارزه څيړلې او ليكلي، چې دا د افغانستان او نړيوالې ټولنې ګډ مسؤليت دې.

خو اصلاح بيا په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د امنيت د ټينګولو لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او ليكلي، چې د ډاډمن امنيت ټينګول د خلكو اساسي غوښتنه ده.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د اوباما او ولسمشر كرزي ترمنځ د خبرو په اجنډا بحث كړې او ليكلي، چې دواړه خواوې هڅه كوي، چې پدې ليدنه كې زيانمنې شوې اړيكې بيا ورغوي.

په ورځپانه كې په نيويارك كې د بم د يوې ناكامه حملې وروسته، چې پكې د طالبانو د لاس لرلو په اړه شواهد ترلاسه شوي، د امريكا او پاكستان اړيكو ته كتنه كړې او ليكلي، چې دې پيښې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيكې له سخت حالت سره مخامخ كړي دي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د لوړو زده كړو په روان حالت بحث كړې او ليكلي، چې په هيواد كې د لوړو زده كړو كيفيت ته بايد جدي پاملرنه وشي.

ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې د افغانستان په كورنيو توليداتو باندې د وارداتو اغيزې انځور كړي او پكې دا ښودل شوې، چې دا د هيواد د صنايعو لپاره خورا زيان اړوونكې دې.

خدمتګار:


دې نا دولتي ورځپاڼې هم امريكا ته د ولسمشر كرزي د سفر په رڼا كې د كابل او واشنګټن ترمنځ اړيكو ته كتنه كړې او ليكلي، چې تمه ده پدې برخه كې ځينې نوي تړونونه لاسليك شي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې ليكلي، چې ولسمشر كرزي د امريكا په غوښتنه په خپل دې سفر كې د افغان كابينې لس كليدي وزيران او د خپلواكو ادارو رئيسان هم له ځانه سره بيولي دي.

په ورځپاڼه كې په اسلام اباد كې د امريكا په سفارت باندې د القاعده د ممكنه بريد په اړه خبردارې وركړل شوې او ليكل شوي، چې القاعده ددې كار لپاره له زرهي موټرو نه كار اخلي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د انجونو د مسمولو لپاره وروستيو هڅو ته په اشارې هغه يوه بله مرموزه چاړه بللې ده.
XS
SM
MD
LG