همدارنګه د دې وزارت وياند زمري بشري، د مخالفينو ګواښونه چې ويلي يې دي، "د دولت پرضد به خپل بريدونه زيات كړي" تش تبليغاتي پلان وباله.
د دولت پرضد د وسله والو مخالفينو د تازه ګواښونو سره سره، افغان امنيتي ځواكونه په هيواد كې د امينت د ټينګولو په مقصد، د دوى د تدابيرو څرګندونې كوي.
د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري، چې د يكشنبې په ورځ يې، په مركز او ولايتونو كې د تروريزم او نورو جرمونو په وړاندې د پوليسو اوونيز فعاليتونه او لاسته راوړنې تشريح كولې، وويل چې دوى د مخالفينو د بريدونو شنډولو ته پوره تدابير نيولي دي:
"د كورنيو چارو وزارت د دې اعلاميې د خپرېدو دمخه، په مركز او ولايتونو كې ځانګړي امنيتي تدابير نيولي دي، موږ د ګواښونو په هكلهه بشپړه ارزيابي لرو او د هغې له مخې مو پلانونه ترتيب كړي دي دا ډول اعلاميې يوازې تبليغاتي بڼه لري."
د دولت وسله والو مخالفينو د دوی په وروستۍ اعلاميه كې ويلي دي، چې د دوشنبې له ورځې به د دولت د كاركوونكو او بهرنيانو پرضد خپلو بريدونو ته زور وركړي.
د كورنيو چارو د وزارت له څرګندونو دمخه د دفاع وزارت هم د مخالفينو ګواښونه يوازې تبليغاتي هڅې ګڼلي دي.
د كورنيو چارو د وزارت وياند په هېواد كې د تروريستي او نورو جرمونو په هكله وويل:
"د وړمې هفتې په مقایسه، تېره هفته کې د تروریستي فعالیتونو په برخه کې څلور په سلو کې زیاتوالی لیدل کیږي، په همدې ترتیب جرایمو سره د مبارزې په برخه کې، تېره هفته ۱۶۰ جرمي واقعې د هېواد په مختلفو نقاطو کې منځ ته راغلي دي، د دغو له ډلې څخه پولیس توانیدلي چې ۸۲ قضیې کشف کړي او ۱۶۶ تنه عاملین یې هم ورسره ونیسي."
امينتي چارواكي ، په اوسنيو موسمي شرایطو كې د مخالفينو د بريدونو زياتوالى طبيعي ګڼي او وايي، چې هركال د اوړي په موسم كې د مخالفينو بريدونه زياتيږي.
كارپوهان وايي، چې امنيتي ځواكونه نه دي توانيدلي چې د پېښو د رامينځته كېدو دمخه كره پلانونه ولري.
خو امنيتي چارواكي وايي، چې د دوى امنتيي پلانونه له يوې ورځې نه بلې ته د پياوړي كېدو په حال كې دي.