ډېلي ټيلګراف:
د انګلستان چاپ ډېلي ټيلګراف ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې ليکي، افغان پلاوى چې په دې سفر کې د حامد کرزي ملګرتيا کوي، ښايي له امريکا څخه د زياتې مرستې غوښتنه وکړي.
ورځپاڼه ليکې، افغان پلاوى به د افغان ځواکونو د روزنې، د عدلي موسسو د تقويې، د صحي او تعليمي خدمتونو د ښه والي او په نورو برخو کې د پرمختګ او د طالبانو د جلب او جذب په اړه خبرې وکړي، چې کارونه ورته پيدا شي او امريکا بايد په دې برخه کې د افغان دولت مرسته وکړي.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بيا امريکا ته د افغان ولسمشر حامد کرزي را روان سفر ته په پام سره د حامد کرزي له خوا ليکل شوې مقاله خپره کړې، چې د امريکا د مرستو او هڅو په برخه کې د افغان حکومت د دريځ څرګندويي کوي.
ښاغلى کرزى د خپلې ليکنې په پيل کې ليکي: تقريباً نهه کاله مخکې ټروريستانو په امريکا کې په زرګونو ملکيان ووژل، هغه سمبولونه يې له منځه يووړل چې په امريکا کې د پرمختګ نښې ګڼل کېدې.
د ښاغلي کرزي د ليکنې له مخې، همدغو ټروريستانو افغانستان په خپله ولکه کې نيولى و، خلک يې شکنجه او مړه کول.
د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، دغو ناوړه شرايطو د دواړو هېوادونو ترمنځ مشارکت رامنځته کړ، چې د هر بل مشارکت په څېر له لوړو- ژورو سره مخامخ دى، نو توافقات او مخالفتونه په کې طبيعي خبره ده.
هغه څه چې امريکا او افغانستان يې سره متحد کړي، په افغانستان کې د سولې او امن په برخه کې يو ګډ سټراتيژيک ليد دى، چې د دواړو هېوادونو د خلکو امن تضمينوي.
حامد کرزي ليکلي، د افغانانو او امريکايانو بې شمېره قربانۍ زياتې لاسته راوړنې لري، افغانان به تل د امريکايانو د مرستې منندوى وي، د امريکا مننه کوي چې د افغانانو تر څنګ درېدلې ده.
افغان ولسمشر په خپله مقاله کې وړاندې زياتوي، کله چې يې د خپل کار دويمه دوره پيل کړه، د افغانستان د رهبرۍ لپاره يې يو نوى ليد په پام کې ونيوه، چې د امن د تامين، د سالمې ادارې د ايجاد، د عدالت د تامين، طبي خدماتو او اقتصادي امکاناتو په برخه کې د خپل حکومت خپلواکي تضمين کړي.
د ليکنې په يوه برخه کې نوموړي ډاډ څرګند کړى، چې ولسمشر اوباما هم په دې نظر کې ورسره شريک دى.
د ليکنې په دوام ښاغلي کرزي په افغانستان کې ځينو لاسته راوړنو او ستونزو ته هم اشاره کړې او ليکلي يې دي، چې افغانان د امريکا د هڅو قدردانى کوي، خو د دې مشارکت د لا زياتې تقويې غوښتنه هم لري.
په واشنګټن پوسټ کې د ښاغلي کرزي د ليکنې په دوام کې راغلي، له ګرداب څخه د افغانستان د ژغورنې لپاره، د نړېوالې ټولنې زياتې همږغۍ ته اړتيا ده، بايد د دولتي ادارو ظرفتيونه زيات شي.
د افغان ولسمشر د ليکنې له مخې، له افغان حکومت سره د موازي ادارو ختمول، چې د نوموړي د حکومت قدرت کمزورى کوي، يو حتمى کار دى.
نوموړي د امريکا د ولسمشر د هغه تصميم ستاينه او مننه کړې، چې غواړي زياتې مرستې د افغان حکومت له طريقه مصرف کړي.
د ښاغلي کرزي د ليکنې له مخې، په افغانستان کې به برياليتوب د دې نوې پېړۍ مسير وټاکي.
د نوموړي په وينا، افغانان حق شناسه خلک دي، کله چې په خپلو پښو ودرېږي، خپل دوستان نه هېروي، په نړۍ کې به له خپلو شريکانو سره اوږه- په اوږه کار کوي.