د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

ایران دطالبانو او امریکا ترمنځ د پخلایینې خبرو ته اندېښمن دی


له کومې ورځې، چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم ړنګ شوی، ایران له افغانستان سره اړیکې ښه کړي او په اصطلاح زیاته سیاسي پانګونه یې کړې ده. په ۲۰۰۱ میلادي کال په افغانستان کې د سني طالبانو د رژیم ړنګیدل د سيمې له هرهیواده زیات، د ایران په ګټه وو.

ایران د افغانستان د سیاسي ډګر په دوو برخو کې اندیښمن دی. یو دا چې له طالبانو سره له پټو خبرو څخه لیري ساتل شوی او بل د ایران پخوانی رقیب سعودي عربستان که په دې کار کې پوره او مهمه ونډه ونه لري نو په خبرو کې د منځګړي ونډه خو حتما لري.

سعودی عربستان، عربي متحده اماراتو او پاکستان په ۱۹۹۰ لسیزې کې د طالبانو رژیم په رسمیت پيژندلی و او کله چې د طالبانو رژیم ړنګ شو بیا هم د حج د زیارت پشمول، د سعودي عربستان دروازې د طالبانو پر مخ خلاصي ساتل شوي دي.

جینز اینټلجنس لیکي، سعودی عربستان په مکرر ډول په منځنې ختیځ کې د ایران د نفوذ د زیاتېدو په اړه اندیښنه ښودلې ده. سعودي عربستان ممکن په افغانستان کې د طالبانو له جګړو څخه ګټه واخلي او په دې هېواد کې د ایران د نفوذ مخه ونیسي.

د خپرونې په باور، ایران هم زیار باسي چې په افغانستان کې د سعودي عربستان د نفوذ مخه ونیسي او د همدې مقصد لپاره تهران هلې ځلې کوي، چې په سېمه کې مخکښ قوت وي.

په دې برسېره، افغانستان د تهران لپاره تل یو مهم هېواد و او دی. همدا علت دی چې ایران، د افغانستان د اقتصادی بیا رغوونې په چارو کې دخیل دی، او زیار باسي په دې هېواد کې خپل سیاسي دریځ پوره غښتلی کړي.

دا چې د افغانستان په سیاسي نظام کې د طالبانو د شاملولو هلې ځلې روانې دي، دا په افغانستان کې د ایران اجنډا ته قوی ګواښ دی او تهران داسې انګیري، چې په افغانستان کې د طالبانو په قوت سره به په دې هېواد کې د سعودي عربستان نفوذ زیات شي او د ۱۹۹۰ لسیزې په څېر به د ایران ضد دریځ غوره کړي.

جینز اینټلجنس خپرونه لیکي، د افغانستان پخواني جمهور رییس برهان الدین رباني د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په ۱۴ مه، ایران ته د خپل سفر په مهال، له طالبانو سره خبرې خواشینوونکي بللې وې او ویلي یې وو، له دې خبرو څخه داسې برېښي، چې په افغانستان کې د طالبانو په ضد د امریکا د اته کلنې پوځي جګړې وروسته، د دې هېواد پالیسۍ ناکامه شوې ده.

ښاغلي رباني د ۲۰۰۵ میلادي کال د اپریل میاشت کې په تهران کې د اسلامي هېوادونو کنفرانس کې د خبرو په مهال ویلي وو، چې طالبان د لویدیځو هیوادونو لاس پوڅي او ګوډاګیان دي.

ایران وایي، شاوخوا ۴ زره افغانان د دې هېواد په پوهنتونونو او عالي تحصیلي موسسو کې په زده کړو بوخت دي او یو شمېر نور افغانان له فراغت وروسته افغانستان ته ستانه شوي او په مختلفو ارګانونو او موسسو کې په کار بوخت دي.

ایراني چارواکي وایي، د ایران له پوهنتونو څخه فارغ شوي کسان بامیان ولایت ته تللي او هلته په پوهنتون کې په دندو ګمارل شوي دي.

جینز اینټلیجنس خپرونه د تحلیل په وروستیو کرښو کې لیکي، ایران په ډاګه غواړي د افغانستان په سیاسي او امنیتي سیسټم کې باید زیات مطرح وي.

ایران له اوږدې مودې راهیسي داسې ښیي، چې د افغانستان او پاکستان په قبایلي سېمو کې د ثبات ټینګېدو په کار کې زیات څه کولاي شي. خو په عین حال کې له افغانستان او پاکستان سره د ګډو پولو په اږدو کې د وسله والو فعالیتونو او نشه یي موادو د قاچاق په اړه اندیښنې هم لري.

له دې اندیښنو او ستونزو سره سره، بیا هم ایران، افغانستان، پاکستان او امریکا ګډې ګټې لري. تهران په افغانستان کې یوه دوست حکومت ته ترجیح ورکوي، چې په یوه او بل ډول ممکن د ایران فرهنګي نفوذ وساتي.

بله دا چې ایران په افغانستان کې داسې یو دوست حکومت غواړي، چې له امریکا سره یې اړیکي خراب او متزلزل وي او فکر کوي، که چېرې په افغانستان کې یو قوي حکومت حاکم او واکمن وي او امنیت هم ټینګ وي نو امریکا له ایران سره د دښمنۍ له وجې ممکن د دغه حکومت په واسطه په دوی حمله وکړي.
XS
SM
MD
LG