د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

ایا اوباما او کرزی به په ګډه کار وکړای شي؟


ټاکل شوي چې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته لاړ شي او د امریکا له جمهور رییس بارک اوباما سره د کتنې په مهال به له لویدیځ او په خاص ډول امریکا سره راپورته شوی تاوتریخوالی لیري او له مخالفانو سره د سولې په عملیې کې د واشنګټن ملاتړ تر لاسه کړي. خو پوښتنه دلته ده، چې جمهور رییس اوباما به تر کومه حده د افغانستان به مشرتابه حساب او اعتماد وکړاي شي؟

جمهوررییس بارک اوباما او جمهور رییس حامد کرزي د جګړې متحدین او ملګري دي، خو په فردي ډول یو له بله زیات توپیر لري او دا به په راتلونکي اوونۍ کې معلومه شي، چې دا دوه مشران به په ګډه کار وکړای شي او که څنګه؟

اژانس لیکي، له واشنګټن نه تر کابله عمومي انګېرنه داسې ده، چې دا دوه مشران بله چاره نه لري او د سپینې ماڼۍ د غونډې او کتنې په رڼا کې باید له ورستیو لفظې مشاجرو څخه تېر شي، خړې پړې شوي اړیکې ښه کړي او په خپلو کې باید بیرته اعتماد ایجاد کړي.

د امریکا او افغانستان د مشرانو اړیکي به په افغانستان کې د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما د ستراتیژۍ په بري او یا ناکامۍ باندې اغیز وکړي.

په واشنګټن کې د بروکینکز انسټیټیوت کارپوه مایکل اوهانلون وایي، موږ دا نه شو منلی، چې د افغانستان د مهمې جګړې په جریان کې دې د امریکا او افغانستان اړیکې خراب وي. د دې وخت دی چې مشران باید د بري په مقصد، ځانونه ساړه کړي.

رویټرز وړاندې لیکي، جمهور رییس بارک اوباما د پخواني جمهور رییس جورج ډبلیو بوش په خلاف، له جمهور رییس کرزي سره زیات نږدې نه دی خو د واشنګټن پوست ورځپاڼې د بهرنیو مسلو کارپوه او لیکوال لیکي:

جمهور رییس کرزي، امریکا له پخوانۍ او کلاسیکې معما سره مخامخ کړې ده. په دې معنی چې د ده په موجدیت کې یې هم نشۍ ګټلاي او له ده پرته یې هم.

امریکایي چارواکي له جمهور رییس کرزي نه چندانې راضي نه بریښي، خو که ده ته شا کړي په هغه صورت کی ممکن هغه ملاتړ له لاسه ورګړي چې د جمهور رییس اوباما د ستراتیژۍ د عملی کیدو لپاره ورته اړتیا لري.

رویترز لیکي، امریکا په موجود وخت کې په افغانستان کې د جمهور رییس کرزی بدیل نه لري چې بل څوک رامخ ته او ملاړ تري وکړي.

له بلې خوا، د امریکا د حکومت زیات شمېر چارواکي هم نه غواړي چې حکومت دی له کرزي نه مخ واړوي. په عین حال کې جمهور رییس کرزی هم پوهیږي چې د خپلې بقا او قوت لپاره د امریکا مرستو ته اړتیا لري.

کارپوهان په دې باور دي چې په واشنګټن کې له امریکایي مشرانو سره د حامد کرزي د کتنواو خبروپه جریان کې له روغبړ، ډپلوماتیکي حرکاتو، سرښورولو، موسکا یا تبسم او د کمرو په تصویرونو کې له څرګندیدو څخه هم ممکن د دوستۍ او یا تاوترخوالی اندازه معلومه شي.

کتونکي دغه راز وایي، پخپله جمهور رییس اوباما ممکن له ښاغلي کرزي څخه په ټینګه وغواړي، چې په افغانستان کې د اداري فساد په ضد دي جدي کار وکړي او باید امریکا ته وښیې چې د دوی یو با اعتباره متحد دی.

په مقابل کې جمهور رییس اوباما هم غواړي خپلو خلکو ته وښیې چې د افغانستان جګړه د عراق د جګړې په خلاف، مناسبه او په ځای جګړه ده او په سمو خلکو یې بارو کړی دی.
XS
SM
MD
LG