د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۲

هولډر: د شهزاد عمل یوه دسیسه او د امریکايانو وژنه وه


د امریکا لوی څارنوال اېرېک هولډر
د امریکا لوی څارنوال اېرېک هولډر

هغه پاکستاني الاصله امریکایی، چې د نیویارک په ټایمز سکویر کې د ناکامې بمي حملې په تور نیول شوی، پرون په محاکمه کې راڅرګند نه شوتر، څو پرخپل ځان لګول شوی تورونه واوري. دغه اقدام د دې ښکارندوی دی، چې له فیصل شهزاد څخه تراوسه تحقیقات روان دي او امریکایي مستنطقینو ته ګټور معلومات ورکوي.

امریکایي مستنطقین چې له دېرش کلن پاکستاني الاصله امریکایي فیصل شهزاد څخه، چې د نیویارک په ټایمز سکویر کې د ناکامې بمي حملې په تور نیول شوی تحقیقات کوي، غواړي د دغې تروریستي دسیسې ابعاد معلوم کړي.

د امریکا لوی څارنوال ایریک هولډر د سې شنبې په ورځ د شهزاد عمل یوه دسیسه وبلله ویې ویل:

"ترهغه ځایه چې موږ معلومات لرو دا عمل یوه تروریستی دسیسه ده او هدف یې ښکاره زموږ د هېواد په یوې ترټولو ګڼه ګوڼه سیمه کې د امریکایانو وژل وو."

د لوی څارنوال په وینا فیصل شهزاد اعتراف کړی، چې د شنبې په ماښام په چاودیدونکو موادو بار موټر سره ټایمز سکیور ته تللی وو او هم یې د پاکستان په قبایلي سیمه وزیرستان کې روزنه لیدلې ده.

پاکستاني چارواکو د دغې پېښې په ارتباط څو تنه نیولي، چې په کې لږ ترلږه یو یې د جیش محمد افراطي ډلې غړی دی.

د امریکا فدرالي پولیسو، اف بي ای ویلي، چې دوی نه پوهیږي چې ایا دغه نیونې د شهزاد له دوسیې سره تړاو لري که نه؟

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک پرون په اسلام اباد کې وویل، چې هیواد یې تیار دی چې په دغو تحقیقاتو کې له امریکا سره همکاري وکړي.

"موږ له امریکا سره عدالت ته د دغې پیښې د عاملینو په راکاږلو کې بشپړه همکاري کوو، خو موږ باید د تحقیقاتو جزیات له نږدې وګورو، ځکه پوهیږو چې پرپاکستان د تورونو لګولو یوه لوبه روانه ده.

موږ واقعا نه پوهیږو چې دغه ځوان د دې کار لپاره څه انګیزه لرله، که دی ملامت وي نو موږ به له امریکا سره د دغو افرادو په محاکمه کولو کې همکاري وکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په اسلام اباد کې یې سفیري انا پتر سون له ولسمشر اصف علي زرداري او د دې هېواد له صدراعظم او د کورنیو چارو له وزیر سره کتلی او په دې برخه کې یې د ګډو تحقیقاتو په اړه خبرې کړي دي.

په همدې حال کې یوه ورځ وروسته تردې چې په واشنګټن او نیویارک کې دا پوښتنه ډیره مطرح شوه، چې شهزاد چې نوم یې د هغو کسانو په لست کې و، چې پرهوایي مسافرت یې بندیز لګول شوی څنګه په دې وتوانیدو، چې الوتکې ته پورته شي، د امریکا حکومت پرهوایی شرکتونو لګول شوي مقررات نورهم سخت کړل.

پخوا به شرکتونو د خپلو مسافرینو لېسټ ۲۴ ساعته مخکې د کنټرول لپاره وړاندې کاوه خو له نویو مقرراتو سره سم باید د مسافرینو د نومونو لېسټ له پروازه دوه ساعته مخکې کنټرول شي، څو هغه کس چې نوم یې په تورلست کې وي ونه شي کولای الوتکې ته داخل شي.
XS
SM
MD
LG