د درخانۍ د ليسې مديرې عزرا فيضا ازادۍ راډيو ته په خبرو كې د دې پېښې په اړه وويل:
"له غرمې مخكې يو لس نيمې بجې وې، چې موږ د ښوونځي په فضا كې يو ډول بوي احساس كړ، چې څو دقيقې وروسته دا بوي تيزشو او زموږ يو څو زده كوونكي او ښوونكي بې هوشه شول.
موږ پوليس خبر كړل هغوي راغلل دا زده كوونكي يي په موټر كې د پوليسو دوه سوه بسترروغتون ته يو وړل هغوي اوس تر درملنې لاندې دي، موږ ته يي راپور راكړى چې روغتيايي حالت يي ښه دى نږدې تر يو ساعت پورې په ښوونځي كې د غاز په شان بوي وو د پيكنيك د غاز په شان بوي وو په كې"
ښايي د درخانې د ليسې د زده كوونكو ورخطايي د دې له امله بې ځايه نه وه، چې تر دې مخكې د كابل په شينه او د كند د انجونو په يو ښوونځي كې د زده كوونكو د مسمولو هڅه شوې وه.
د پوهنې وزارت وياند اصف ننګ، چې په خپله سيمې ته ورغلې ووازادۍ راډيو ته وويل، چې دوى په دې كور كې يو شمېركارګران نيولي څو ترې د پېښې اساسي علت روښانه كړي.
كه څه هم ښاغلي ننګ وايي، چې په دې پېښه كې د ښوونكو او يو ملازم په ګډون ټول دوه ويشت كسه بې هوښه شوي، خو د عامې روغتيا وزارت بيا وايي، چې يوازې شپږ كسه روغتونونو ته ليږدول شوي.
ددې وزارت وياند ډاكتر سخي كارګر نور اوغلي دا پېښه قصدي نه بولي او وايې، چي دغه انجونې د غاز نه بلكې د قيرو په دود بې هوښه شوي وې.
د درخانې د انجونو عالي ليسه چې څلور زره اوه سوه زده كوونكي لري د يوې ورځې لپاره د زده كوونكو پر مخ وتړل شو څو ورته پېښه بيا تكرار نه شي او زده كوونكي يي زيانمن نه كړي.
د پوهنې وزارت چارواكي وايي، چې دوي په ټول افغانستان كې د ښوونځيو د امنيت د ټينګښت ترڅنګ د ښوونځيو په مخ كې د خوړو خرڅول بند كړي او د داسې بيړنيو حالاتو لپاره يي په ښوونځيو كې ځينې روغتيايي اسانتياوې هم په پام كې نيولي دي.