د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

قانوني:امنيتي ارګانونه دې د انتخاباتو ترټاكلي ورځې پورې امنيت ونيسي


د ولسي جرګي ريئس محمديونس قانوني
د ولسي جرګي ريئس محمديونس قانوني

د افغانستان د ولسي جرګې غړود شنبې په ورځ د دوى عمومي غوڼده، د انتخاباتو په بهيركې امنيتي حالاتو ته ځانګړى كړى وه او په دې هكله يي په ځينو ولايتونو او ولسواليو كې، په روانو نا امنيو بحثونه وكړل. دوى د هېواد له امنيتي مـسئولينو وغوښتل، چې د انتخاباتو په بهيركې دى، دوى ته د امنيتي تدابيرو په هكله ډاډ وركړي.

د ولسي جرګي ريئس محمديونس قانوني، پر دغو اندېښنو د بحثونو وروسته وويل:

"راتلونكې دوشنبې ته د درې واړو امنيتي ارګانونو مسئولين د جرګې غونډې ته را وبولي، خپلې ستونزې او غوښتنې ورسره شريكې كړي، ترڅو د انتخاباتو ترټاكلي ورځې پورې امنيت ته تدابير ونيسي."

د ولسي جرګې غړو وويل، دوى هيڅكله نه غواړي، چې انتخابات دې په ټاكلي وخت ترسره نه شي، خو كه چېرې د نا امنيو له امله په ځينو سيمو كې خلك ونه شي كړاى، چې د راېو وركولو مركزونو ته ورشي او حق يي ادانه شي، د انتخاباتو شفافيت ته به زيان ورسيږي.

دوى له امينتي ارګانونو په كلكه وغوښتل، چې د امنيت په هكله دى دوى ته ډاډمن كړي.

د جرګې غړي انجينير محمدخان وويل:

"په ځينوسيمو كې څوك نه حاضريږي په رايې وركولوسره دى ځان ووژني، څوك د انتخاباتو مركزونو ته هم نه شي، تللى دى ته تدابير پكاردى"

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون له شاوخوا لسو ورځو راهيسي د هېواد په مركز او ولايتونوكې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د كانديدانو د نومونو د ليكلو لړۍ پيل كړې ده.

دا كميسيون داهم وايې، چې انتخاباتو ته يي ټول تخنيكي لوازم او پرسونل چمتوكړي او له امنيتي مسئولينو به ژر تر ژره د امنيت پرموضوع هم يوې رغنده پريكړې ته ورسيږي.
XS
SM
MD
LG