د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۲

پوهنې وزارت:په هېواد كې به د زده كړې كيفيت ښه كړي


په كابل كې د جمهوريت د ليسې پر يوشمېرزده كوونكود لاپ ټاپ كمپيوټرونه وويشل شول
په كابل كې د جمهوريت د ليسې پر يوشمېرزده كوونكود لاپ ټاپ كمپيوټرونه وويشل شول

د افغانستان د پوهنې وزارت په وروستيو څو كلونوكې هڅې پيل كړي دي چې د هېواد په ښوونځيوكې د زده كړې په كيفيت كې مثبت بدلون راولي. د دې وزارت چارواكي وايي، د دې مقصد لپاره غواړي چې د زده كړې په سيستم كې معلوماتي تكنالوژي ور زياته كړي، ترڅو د هېواد په ټولو ښوونځيوكې د زده كړې چارې دقيقې او ګړندۍ شي.

د افغانستان د پوهنې د وزارت له خوا د سې شنبې په ورځ د كابل د جمهوريت د ليسې د څلورمو، پنځمواو شپږمو ټولګيو پر زده كوونكو يو شمېرلاپ ټاپ كمپيوټرونه وويشل شول.

د پوهنې د وزارت د تعليمي نصاب د پراختيا مرستيال اسداله محقق پر زده كوونكو د كمپيوټرونو د ويشلو پرمهال وويل:

"خوښ يو،چې نن د هرزده كوونكي لپاره د يو كمپيوټر د پروژې پنځمه مرحله پلي كوو، نن د جمهوريت د ليسو د لومړنيو ټولګيو زده كوونكو ته درى سوه ديارلس كمپيوټرونه وركوو او هڅه كوو دا لړۍ په نوبت سره د هېواد د ولايتونو ښوونځيو ته هم ورسوو."

د"هر زده كوونكي لپاره يو كمپيوټر"د هغې پروژې نوم دى چې پروسږكال د امريكا د متحدوايالاتو د پراختيايي نړېوالې ادارې او د روشن د مخابراتي كمپنۍ په مالي مرسته په هېواد كې پيل شوى ده.

د پوهنې د وزارت چارواكو وويل، چې مرستندويو ادارو دوى ته څه كم شپږزره لاپ ټاپ كمپيوټرونه وركړي دي چى دوي ، له پروسږكال راهيسي، په پنځه مرحلو كې د كابل، ننګرهار، هرات او كندهار په ولايتونو كې پر زده كوونكو ويشلي دي.

په افغانستان كې د امريكا د متحدوايالاتو د پراختيايي نړېوالې ادارې استازي جان ايرن هيله وښوده، چې دغه علمي مرسته دهېواد ټولو ښوونځيو ته ورسيږي.

زده كوونكي د لاپ ټاپ په اخيستو خوښ و، يوه ازادۍ راډيو ته وويل:

"په دې كمپيوټر خوشحاله شوم، په دې كې به درس ليكم، يادوم به يي او نورمعلومات به ترې هم اخلم."

خو خلك وايي، اوس هم د هېواد په مركزاو ولايتونوكې داسې ښوونځي شته چې ودانۍ نه لري، په سپيرو ډاګونو كې زده كړې كوي، ځينو ته كتابونه هم نه دي رسيدلى او ځينې ښوونځي د ښوونكو د كموالي له ستونزې سره مخ هم دي.

خو د پوهنې وزارت وايې، د ښوونځيود جوړولو، هغوي ته د كتابونو د رسولواو د ښوونكود كمښت د ستونزې اواري ته يي پلانونه ترتيب كړي، د ټولو عملي كارونه پيل او شته ستونزې به په ډيرې چټكى سره يوه له بلې پسې اوارې كړي.
XS
SM
MD
LG