د عامې روغتيا سر پرستې وزيرې د سې شنبې په ورځ په كابل كې د روغتيا د نړېوال سازمان له مرستيال سره په ګډه په يوه خبري غونډه كې د دوى په وړاندې يې د پرتو ستونزو په اړه د معلوماتو د وركولو په ترڅ كې وويل، چې دوي هڅه كوې ترڅو دغه ستونزه تر يو حد پورې قابو كړي:
"په ټوليزه توګه د تېرو كلونو په پرتله په افغانستان كې روغتيايي وضيعت ښه شوى دى، خو داسې څه هم شته چې موږ يې اندېښمن كړي.
يو د بيلګې په توګه دا چې په هر يو ساعت كې دوه ويشت افغان ماشومان چې عمرونه يي له پنځو كلونو ټيټ وي مري او يا دا چې هر نيم ساعت يوه مور يا د ولادت او يا هم د حمل له امله مري دا ډير د اندېښنې وړ دي موږ د نړۍ په كچه د ميندو او ماشومانو د مړيني شمېرې لرو په دې برخه كې موږ ډير هڅې كوو."
د ميرمن دليل په خبره لاهم ډيرى روغتونونه ولادي پرسونل نه لري، چې د دې تر څنګ خوار ځواكې او كم خوني هغې نورې ستونزې دي، چې لا نه دې هواري شوي.
د روغتيا د نړېوال سازمان مرستيال اريك لاروش، چې افغانستان ته په يو رسمي سفر راغلې دي وويل، په دې هېواد كې د روغتيايې خدمتونو د وړاندې كولو وضيعت د رضايت وړنه دى.
نوموړي وويل، د مركز پر ګډون په ولايتونو كې كوم روغتونونه چې روغتيايي خدمتونه وړاندې كوي سټنډرډ نه دي.
د روغتيا د نړېوال سازمان مرستيال دا هم وويل، چې د طبعي پېښو زيانمنو ته په وخت د مرستو رسولو لپاره يوې همغږۍ ته اړتيا ده:
"تر هغه پورې چې يوه بشپړه همغږي رانه شې، موږ په دې نه توانيږو چې په سمه توګه روغتيايي خدمتونه وړاندې كړو، نو اړتيا ده چې په افغانستان كې په ملي او سيمه ايزه كچه ظرفيتونه لوړ شي."
د روغتيا نړېوال سازما مرستيال وايي، دوي دا توان لري له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام په سيمه ايزه او ملي كچه روزنيز پروګرامونه برابر كړي.
په داسې حال كې د روغتيا په برخه كې د مرستو د راجلب او د هڅو خبرې كيږي چې خلك شكايت كوي او وايي، كه څه هم چې په تېرو څو كلونو كې د روغتيا په برخه كې پرمختګ شوى دى، خو لاهم د ليرې پرتو سيمو خلك په دې برخه كې له اسانتياو نه دي برخمن.