چې په کندوز کې يو له بله درې کيلومتره ليرې پراته دي، دې کار اندېښنه زياتې کړي، چې په دې ولايت کې د سخت دريځو وسلوالو او طالبانو فعاليتونه لا پسې زيات شوي دي.
د کندوز د والي وياند وويل، وروستۍ پېښه تېره يکشنبې وشوه، چې ١٣ نجونې مسمومې شوې، دۀ زياته کړه ٤٧ نورو نجونو تر دې يوه ورځ مخکې په يوه وخت کې شکايت وکړ، چې سرونه پرې ګرځي او د ګنګسيت احساس کوي.
د دوشنبې په ورځ د کندوز د خديجة الکبرى ښوونځي د وولسم ټولګي زده کوونکې ناديې ازادۍ راډيو ته وويل، دې پېښې زياتې نجونې بېرولې دي.
ويل کېږي چې د يکشنبې د ورځې په پېښه کې د متاثرو شويو نجونو صحي وضعيت جدي نه و، دوى تر لومړنۍ درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوې دي.
د روغتيا وزارت وايي د پوره څېړنې لپاره د ځينو متاثره شويو نجونو د وينې نمونه کابل ته لېږل شوې چې د دغو زهرجنو ګازو نوعيت او پر روغتيا يې بد اغېز وڅېړل شي.
دا خبره د کندوز د والي وياند محبوب الله سعيدي په يوه خبري کنفرانس کې هم وکړه، نوموړي وويل د دغو پېښو په اړه جدي تحقيقات هم پيل شوي:
”ځينې تدابير نيول شوي، دا قضيه څېړل کېږي. د وينې نمونه اخيستل شوې، روغتونونو او عدلي طب ته لېږل شوې، چې معلومه شي- کوم ډول دوا کارول شوې. د وينې نمونه پي ار ټي او نورو پرمختللو لابراتوارونو او روغتونونو ته هم لېږل شوې، چې پوره معلومات يې وشي“
د ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر د کندوز دغې پېښې ته په اشارې وويل دغه ډول کار له نورو تروريستي فعاليتونو سره توپير نه لري، نوموړي وويل دا د هغو کسانو کار دى، چې د افغان ماشومانو د زده کړې مخنيوى کوي:
”دا يو ډېر بد او په يو ډول تروريستي عمل دى، هغه څوک چې په افغانستان کې په دې ډول د ماشومانو د زده کړې مخنيوى کوي، طبعاً د افغانستان دښمن دى، دا کار له بل هېڅ تروريستي عمل سره توپير نه لري“
د دغو پېښو مسووليت چا نه دى منلى او افغان چارواکي وايي تر اوسه په دې تور څوک نيول شوي هم نه دي.
د کندوز يوه اوسېدونکي محمد اسلم پر نجونو د زهرجن ګال شيندل د اسلام او افغانانو د دښمنانو کار وباله، خو دۀ له امنيتي مقاماتو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
کندوز په تېرو څو کلونو کې د امنيت له پلوه ډاډمنه سيمه وه، خو په دې وروستيو کې د وسلوالو فعاليتونه په کې زيات شوي. د ناټو هغه اکمالاتي لار هم خطرناکه شوې، چې له منځنۍ اسيا څخه دغه ولايت ته غزېدلې ده.
د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته نجونې وتوانېدې ښوونځيو ته لاړې شي، په اکثرو مواردو کې طالبان او نور افراطي وسلوال پر ښوونځيو، زده کوونکو او د معارف پر کارکوونکو په بريدونو تورن بلل کېږي.
دوه کاله مخکې د کندهار په ميرويس مېنه کې نامعلومو کسانو د يوه ښوونځي پر پنځلسو نجونو تېزاب وپاشل.
دغه ډول پېښو اکثرې کورنۍ وېرولي چې نجونې په ډاډه زړه ښوونځيو ته نه پرېږدي.
تېر کال په کاپيسا او پروان ولايتونو کې هم د ښوونځيو پر نجونو د زهرجن ګاز د پاشلو راپورونه ورکړل شوي وو.