د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۲

پنجشنبې د غويي ۲ مه


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو مطالبو او سرمقالو کې په ایران کې د افغان بندیانو اعدامولو او سوځولو، په هالنډ مېشتو افغانانو او ایرانیانو د ایران په ضد لاریون او ملا برادر څخه تحقیقاتو ته، چې ملابرادر غواړي د وسله والو طالبانو په اړه ځیني رازونه افشا کړي اشاره کړې.

افغان جرګه:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا هم په ايران كې د افغانانو د اعدام او ژونې سوزولو مساله راخستې او ليكلي، چې د افغان دولت يو پلاوی به د دې پيښې د څيړلو په هدف تهران ته سفر وكړي.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې هم په ايران كې د افغانانو د اعدام او له هغوى سره د ايرانيانو ناوړه چلند ته په اشارې ليكلي، چې افغانستان كې د دوستۍ د درواغجنو مدعيانو تر ساطور لاندې دی.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د سولې د ملي غمشورتي جرګې په اړه د ځينو رسنيو په چلند انتقاد كړی او ليكلي، چې دوى د دې جرګې په اړه د خلكو ذهنونه مغشوشوي، حال دا چې د ورځپاڼې په وينا اوس د دې اړيتا ده، چې ټول په يوه خله د دې ملي خوځښت نه كلك ملاتړ وكړي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په هغى مشورتي غونډې بحث كړی، چې د ولسمشر كرزي په مشرۍ جوړه شوې وه او په كې په مهمو ملي مسايلو سلا مشورې وشوې.

ورځپاڼې ليكلي، چې د هيوادنيو ګټو د دفاع لپاره بايد په ګډه مرچله كې په پوره همغږۍ كې كار وشي.

ورځپاڼې په كابل كې جوړيدونكې د سولې د ملي مشورتي جرګې نه د نړيوال ملاتړ مساله هم راخستې او ليكلي، چې اوس دا ملاتړ زيات پراخ شوی دی.

سرنوشت:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا ليكلي، چې په ايران كې د افغانانو د اعدام په سر په اعتراض كې په هالنډ كې ميشتو افغانانو په هاګ ښار كې د ايران د سفارت په وړاندې احتجاجي مظاهره كړې، چې د ورځپاڼې په وينا يو شمير ايرانيانو هم په كې برخه اخستې وه.

ورځپاڼې ليكلي، چې مظاهره كوونكو د درېيو زرو افغانانو د اعدام د حكم د بدلولو غوښتنه كوله.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په ولسي جرګه كې د بوديجې په سر په روانو بحثونو تبصره كړې او ليكلي، چې د بوديجې په اړه د دې جرګې دريځ خلكو ته ستونزې پيدا كوي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د ښوونې او روزنې بهير ته هم كتنه شوې او شتو ستونزو ته په پام سره غوښتل شوي، چې په دې برخه كې بايد جدي اقدامات وشي.

خدمتګار:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د افغانانو په وړاندې د ايرانيانو د ناوړه چلند ته په اشارې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې ليكلي، چې دا ځلې ايران د يو افغان لوبغاړي په اتلوي هم خيټه واچلوه.

ورځپاڼې ليكلي، چې دغه افغان لوبغاړي په ايران كې د تكواندو په سياليو كې اتلوي ګټلې وه، خو ايران د ځينو ستونزو په زيږولو سره هغه خپله كړه.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك له ملابرادر نه روانو تحقيقاتو ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې نوموړې د طالبانو په اړه رازونه افشا كوي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د قومي مشرانو د وژلو په موضوع بحث كړی او په دې ترڅ كې د سپين بولدك ولسوالۍ وروستۍ پيښې ته په اشارې ليكلي، چې دا كار د سيمه ايزو استخباراتو په لارښوونه كيږي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې د كندهار د عملياتو په اړه د ناټو د يو جګپوړي چارواكي په څرګندونو بحث كړی او ليكلي، چې په دې برخه كې د خلكو د ملاتړ جلبول خورا زيات اهميت لري.

خو اصلاح بيا ليكلي، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې په پاى كې به د سولې د ټينګښت لپاره يوه معقوله لار پيدا شي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د افغانستان په سياسي قدرت كې د باج وركولو او باج اخستلو په مسالې بحث كړی او ليكلي، چې اوس هم افغان كابينه نيمګړې ده او د اوو وزيرانو برخه ليك روښانه نه دی.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په وسلوالو مخالفينو هم انتقاد كړی او ليكلي، چې دوى يوازې د پيسو لپاره وسله پورته كړې او د ورځپاڼې په وينا داسې كسانو ته يوازې د مزدور خطاب كيداى شي.

دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې ليكلي، چې امريكايانو له ملابرادر نه نوي معلومات ترلاسه كړي دي.
XS
SM
MD
LG