د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

مسافرين: اروپايي الوتنې به څه وخت خپل پیل شي؟


د اروپا په هوايي حریم کې دې خڼډ نه یوازې دا چې په اروپايي هیوادونو کې پروازونو ته خڼډ پېښ کړی بلکې امریکا، اسیا او افریقا ته یې له اروپا تګ راتګ له ځڼډ سره مخ کړی دی.

د اروپايي اتحادیې د ترانسپورت د څانګې کمیشنر سیم کلاس خبریالانو ته وویل، چې په پروازونو کې دا خڼډ اصلا د زغملو وړ نه دي:

"داسې کار تر دې مخکې هیڅ کله نه وو شوی. دا وضعیت اصلا د زغم وړ نه دی او موږ هیڅ نه شو کولای، یوازې باید انتظار وکړو تر څو له ایرو څخه را منځ ته شوې وریځې له مخې لرې شي."

هسپانیا چې دا وخت د اروپايي اتحادیې دوره یې مشري کوي د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو د ترانسپورت د وزیرانو ترمنځ د یوه ويډيو کنفرانس د جوړیدو غږ کړی ترڅو په دې ارتباط د عاجلو اقداماتو په اړه خبرې وشي.

دوی همدا راز پلان لري، چې اروپا ته له دې درکه د رسیدلي اقتصادي زیان تخمین وکړي. د هترو، فرانکفورت او پاریس د سترو هوايي ډګرونو په شمول لس هاوو اروپايي هیوادونو د پروازونو د لغوه کېدو اعلان کړی.

په لندن کې د هیټرو هوایي ډګر له تیرو ۵ ورځو بند دی. د لندن د هوايي ډګر پر ویب سایت ویل شوي، چې پروازونه یې نن هم ځڼډیدلي او مسافرین دې تر راتلونکې خبرتیا انتظار وکړي.

په ټوله اروپا کې ملیونونه کسان د هوايي ډګرونو خلاصېدو ته انتظار دي تر څو هر څوک خپل مقصد ته ورسیږي.

د هوايي چلند نړیوالې ادارې ویلي، چې د پروازونو په سلسله کې دې خڼډ تر هغه زیات اقتصادي تاوان رسولی، چې نړۍ یې د دوه زره یو کال د سپټمبر تر یولسمې وروسته شاهده وه. تردې حملې وروسته درې ورځې د امریکا هوايي حریم د پروازونو لپاره تړلی و.

د اروپا د هوایي کنټرول د ادارې ایرو کنټرول رییس ویلي، چې د پنجشنبې له ورځې راهیسې تقریبا ۶۳ زره پروازونه لغوه شوي دي. د دې ادارې رییس وايي، دا په اروپا کې د نظم د نشتوالي ښکارندويي کوي:

"ښکاره خبره ده چې دا په اروپا کې د بې نظمۍ نتیجه ده. موږ تر ډيره حده په ارقامو او حقایقو تمرکز نه دی کړی."

د بریتانیې صدراعظم وايي، چې د دوی بحري قواوې موظفې شوي چې د دې هیواد خلک په کیشتو کې هیواد ته ستانه کړي، په خاص ډول هغه عسکر، چې له افغانستان څخه ستنیږي.

ګورډن برون همدا راز وویل، چې پرون او وړمه ورځ ازمویښتي پروازونه شوی دي او دوی یې نتایجو ته ګوري.

د نورو سکټرونو ترڅنګ، د پست خدماتو ته هم سخت تاوان اوښتی دی. د چټکو پستې خدماتو د ادارې مسولین وايي، چې اوس د دوی لپاره یوازنۍ لاره د ترکيې د انستانبول ښار دی، چې دوی کولاي شي چټک پستې خدمات ترسره کړي.
XS
SM
MD
LG