د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۰

افغان ملي امنيت په كابل كې يوه لويه تروريستي ډله نيولې


د كورنيو چارو د وزارت له وياند زمري بشري او د ملي امنيت د رياست وياند سعيد انصار
د كورنيو چارو د وزارت له وياند زمري بشري او د ملي امنيت د رياست وياند سعيد انصار

افغان امنيتي چارواكې وايې، د كابل ښار په بېلابېلو سيمو كې نيول شوي نهه كسيزه تروريستي ډله د پاكستانې طالب قوماندان قاري نجيب الله په امرافغانستان ته د ډله ايزوځان وژونكو بريدونو لپاره راغلې وه.

د ملي امنيت د رياست وياند سعيد انصاري د دوشنبې پر ورځ په كابل كې د كورنيو چارو د وزارت له وياند زمري بشري سره په ګډه خبريالانو ته وويل،په دې ډله كې څلور پاكستاني وګړي او پنځه افغانان دي، چې غوښتل يې په كابل كې په مهمو كورنيو او بهرنيو دفترونو ډله ايز بريدونه وكړي.

ښاغلي انصاري وويل، له دغو تورنو كسانو څخه لاسي بمونه، چاوديدونكي توكي كلاشنكوف او ځيني نورې وسلې هم نيول شوي دي.

د انصاري په وينا نيول شوي پاكستاني وګړې د فاروقيه د ديني مدرسې استادان او نور كاركونكي دي:

“په تروريستي بريد پورې تړلي كسانو غوښتل د تېرو ځان مرګو بريدونو په شان چې په انصاري څلور لارې كې كړي وې دا ډول بريدونه يو ځل بيا د كابل ښار په مهمو سيمو يعنې په كورنيو او بهرنيو مهمو دفترونو وكړي، مخكې له دې چې دوي خپل هدف ته ورسيږي او دا عمل تر سره كړي د كابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه ونيول شول.”

د ملي امنيت وياند دا هم وويل، له پاكستانې ترهګرو سره افغان مرستيالان يې هم په كابل كې د سيد بهايي جان اغا د يوې ديني مدرسې زده كونكي او مدرسين دي.

ښاغلى انصاري وايې، دوي به وروسته له دې په افغانستان كې په د يني مدرسو باندې كلك څار پيل كړي، تر څو افغاني مدرسې د ترهګرو د روزلو په مركز بدل نه شي.

د ملي امنيت د معلوماتو له مخې د دې نهه كسيزې ډلې پنځه پنځوس كلن مشر منګل جان دوه شپاړلس كلن تنكي ځوانان د پاكستان له فاروقيه ديني مدرسې څخه افغانستان ته د ځان وژونكو بريدونو د ترسره كولو لپاره را وستي وو.

د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د نيول شوي ډلې د مهمو پلانونو شنډول د افغان امنيتي ځواكونو لويه بريا وبلله او ويې ويل، چې افغان امنيتي ځواكونو په خپلو كې ښه همغږي دي او خپلې دې همكارۍ ته په دوام او پراختيا وركړي:

“موږ يو ځلي بيا خپلو ګرانو هېواد والو ته دا وښودله، چې افغان امنيتي ځواكونه په تفاهم، همغږي او په ګډه سره ېو له بل سره كار كوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره دا همكارۍ او همغږي پياوړي كيږي.”

د ملي امنيت د رياست د معلوماتو په بنسټ دغو كسانو د كابل په ارزګان قيمت سيمه كې يو كور په كرايه نيولى وو، چې له پاكستان څخه د قاري نجيب الله په نوم د طالبانو يو مهم قوماندان څه باندې پنځه لكه كلدارې او وسلې د دې پلان د ترسره كولو لپاره هم وركړى وي.

مخكې له دې هم په كابل كې په وار وار امنيتي ځواكونو ترهګر نيولي دي، چې په پاكستان كې يې ترهګريزي زده كړې كړې وې، خو دا لومړۍ ځل دى، چې له دوي سره د افغاني ديني مدرسې مدرسين او زده كوونكي نيول كيږې.
XS
SM
MD
LG