د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۴

په ننګرهار کې ١٠٠ جريبه کرل شوي کوکنار واړول شول


د ننګرهار امنيتي پوليسو په لالپوره ولسوالۍ کې ١٠٠ جريبه کرلي کوکنار اړولي، خو د دغه کمپاين پروخت وسله والو مخالفينو سره په جګړه اوښتي. ننګرهار امنيه قوماندان محمدايوب سالنګي د يکشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل:

د لالپورې ولسوالۍ دريناو پارچاو سيمې ته د نورو امنيتي ارګانونو په مرسته ملي پوليس ورغلل هلته کرل شوي تقريباً سل جريبه کوکنار پوليسو له منځه يوړل، سره له دې چې د تروريستي بانډونو له خوا وسله وال مزاحمت وشو، خو بيا هم پوليسو خپله وظيفه پوره کړه.

ننګرهار امنيه قوماندان وړاندې وويل: د سيند غاړې يا نې له ډيورنډ کرښې له ها غاړې د کورونو له منځ نه د بېلابېلو وسلو ډزې وشوې، دده په وينا له ښه مرغه پوليسو دښمنانو ته د وسلې ځواب په وسله ورکړ او زموږ هغه اصلي هدف چې د کوکنارو له منځه وړل و ترسره شو.

تقريباً دا جګړه ٧ ساعته روانه وه، دا چې د ګاوندي هېواد پوځي ادارې په دې جګړه کې ککړې دي کنه سالنګي وويل:

د پاکستان هېواد له کومې تاڼې نه په موږ فاير نه دى شوى، خو وسله وال مخالفين هاغه خوا موجود و و موږ پسې اخستي و.

ده وويل په ننګرهار کې سږ کال ٩٦٠ جريبه کوکنار کرل شوي خو ملګري ملتونه وايي ١٤٠٠ جريبه کوکنار په ننګرهار کې سږ کال کرل شوي دي.

XS
SM
MD
LG