د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د ايمرجنسي روغتون ايټالوي ډاكټران بې ګناه اعلان شول


د هلمند د ایمرجنسي روغتون درې کارکونکي، مارکوګراتي، ماتیو دېل ایرا او ماتیوپګاني له ۲۰۰۰ کال راهیسې له دې روغتون سره کار کوي. د دوی له نېول کېدو وروسته ایمرجنسي روغتون چې په ټول افغانستان کې درې روغتونونه او اته ویشت کلینیکونه لري.

په لښکرګاه کې د خپل روغتون ټول کارکوونکي په امنیتي دلایلو له دې ښاره واېستل.

افغان چارواکو د هلمند ولایت د ایمرجنسي روغتون درې تنه ایټالوي کارکوونکي چې د هلمند د والي د وژنې لپاره د دسیسې د جوړولو او له طالبانو سره د همکارۍ تورونه پرې لګېدلي و بې ګناه اعلان کړل.

د هلمند د ایمرجنسي روغتون دا نهه کارکوونکي نژدې لس ورځې مخکې وروسته له هغه ونیول شول، چې افغان او بريتانوي ځواکونو په دې روغتون کې چاودېدونکي مواد او وسلې وموندلې.

په هلمند کې چارواکو مخکې ویلي و، دوی شک لري چې طالبانو به دې کسانو ته بډې ورکړي وي، څو ایمرجنسي روغتون ته وسلې او مهمات دننه کړي او وروسته د یوې پلان په ترڅ کې د هلمند والي ګلاب منګل ووژني.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې دا دسیسه د هېواد د د ښمنانو له خوا په بهر کې جوړه شوې وه، داسې چې د ایمرجنسي روغتون یو کارکوونکي چې له درېو ایټالویانو او پنځو افغانانو سره نیول شوی و، خو اوس هم په توقیف کې ساتل شوی دی، د هېواد د دښمنانو له خوا تر فشار لاندې راغلی و چې د والي د وژنې پلان جوړ کړي.

د دې خبر له خپرېدو وروسته په ايټالیا کې د ایمرجنسي روغتون بنسټ ايښودونکي جینو سترادا ادعا وکړه، چې د ده د همکارانو نیول د دوی د ټولنې د بدنامولو یوه هڅه وه، ځکه د ده په وینا، د دوی په روغتون کې د ملکي وګړو او د طالبانو علاج کېږي.

د ايټاليا د انسا خبري اژانس د راپور له مخې سترادا د ايټالیا په میلان ښار کې یوې مطبوعاتي غونډې ته وویل، دی هیله من دی چې په دې اړه څېړنې به پر دې خبره رڼا واچوي چې په دې کې څوک ګرم و.

ده زیاته کړه، یوه خبره چې روښانه ده، دا ده چې کوم څوک شته چې ایمرجنسي يې نه ده خوښه، خو خوشې شوېو درېو ایټالویانو پرون ماښام ناوخته د ايټالیا په سفارت کې له خبریالانو سره وکتل.

دوی خندل او له یوبل سره یې ټوکې کولې خو د اسوشېټېټ پریس خبریال لیکي چې ستړي ښکارېدل.

مارکو ګراتي، چې په ایمرجنسي روغتون کې یې د جراح په توګه دنده لرله، وویل چې د بند په ورځو کې له دوی سره سم چلند شوی دی.

ده وویل، زندان چې هرڅه وي زندان دی او هلته وخت تېرول سخت ګران دي خو باید یادونه وکړم چې له موږ سره په ډېر احتیاط او ډېر انسانیت سره چلند کېده.

د ايټالیا د بهرنیو چارو وزیر فرانکو فراتیني وویل، وروسته له دې چې دوی اوه ورځې له کوم تور پرته په بند کې تېرې کړې، ايټالیا له افغانستانه غوښتنه وکړه، چې دا کسان سمدستي خوشې کړي.

ده زیاته کړه چې افغانان په دې خبره پوه شول چې که دوی د ایمرجنسي پر کار کوونکو نوي تورونه ولګوي او یا پخواني هغه ترې ليرې کړي، نو دا قضیه به د ايټالیا قضا ته راجع شي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر د مسئلې د حل په خاطر د افغان حکومت ستاینه وکړه ویې ویل، دا قضیه ډېره ښه او پرته له دې چې له ایټالیا سره د افغانستان اړیکي له خطر سره مخامخ کړي، حل شوه.
XS
SM
MD
LG