د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۱

کابل کې د پښتنو د ستونزو په اړه یوه غونډه جوړه شوه


د افغانستان د ۲۶ ولايتونو استازي دغې غونډې ته سره راټول شوي وو.
د افغانستان د ۲۶ ولايتونو استازي دغې غونډې ته سره راټول شوي وو.

د افغانستان د ۲۶ ولايتونو استازي د يكشنبې په ورځ سره راټول شول او د پرتو ستونزو د هوارولو لپاره يې خپلې نظريې سره شريكې كړې. د غونډې مشر داوود سلطان زوى وويل، چې پښتانه قومونه له ګڼو امنتي او ټولنيزو ستونزو سره مخ دي، چې د هوارى لپاره يې بايد د حل لاره ورته ولټول شي.

د افغانستان د ۲۶ ولايتونو د پښتنو قومونو استازو د يكشنبې په ورځ په كابل كې دوى ته په ورپيښو ستونزو خبرې وكړې.

دغه استازي د ولسي جرګې د يو غړي داؤد سلطانزوی په نوښت په كابل كې په يوه غونډه كې راغونډ شوي وو.

ده له ازادي راډيو سره په خپلو ځانګړو خبرو كې وويل، چې په ټولو پښتنو سيمو كې پښتانه قومونه له ګڼو امنيتي او ټولنيزو ستونزو سره مخ دي، چې د هواري لپاره يې بايد افغان حكومت او نړيواله ټولنه پاملرنه وكړي.

نوموړي زياته كړه، چې د پښتنو قومونو د ستونزو د اورېدو لپاره بايد د خبرو يو اوږد مهاله سيستم جوړ شي، تر څو وكولى شي، خپلې ستونزې تر افغان دولته ورسوي.

"هیله ده، چې د ټولو پښتنو سیمو کې چې هغه مشکلات شته هم د مشکلاتو د پېژندلو په ارتباط او هم د مشکلاتو د حل لپاره، د خبرو یو متمادي سیستم پیل شي، چې په خپله خلک په دې باندې خبرې وکړي، د ستونزو د حل لارې چارې وړاندې کړي او د خپل اشتراک لپاره داسې لارې چارې غوره کړي، چې دوی خپل غږ پورته کړي او د مالکیت احساس وکړي او هیله لرم، چې دا غونډه د هغې لپاره یو پیل وي."

په همدې حال كې د غونډې ځينو برخوالو د دوى ستونزو ته د نه پاملرنې ترڅنګ په افغان دولت دا انتقاد هم كاوه، چې په ځينو مواردو كې دوى ته د وسلوالو طالبانو خطاب هم كوي.

"له حکومت سره هم ستونزې لرو او له طالب سره یې هم لرو، حکومت موږ ته توجه نه ده کړې، د القاعده په نامه یې بدنام کړي یو.

موږ غواړو، چې موږ د غلجیو قومو سره راټول شو، سره کښېنو او د یو چا ته ووایو، چې موږ سره ولې دا ډول چلند کوئ او بهرني هېوادونو دې زموږ غږ واوري، چې دغو خلکو ته مخ ورواوړوي، چې ولې دغه خلکو سره دا ډول چلند کیږي."

خو د افغانستان د چارو د ادارې وياند فيضي ځدراڼ بيا وايي، چې كه خلك له افغان دولت سره همغږي وي، نو هم افغان دولت او هم نړيواله ټولنه د امنيت په ټينګښت او د بيارغونې په برخه كې د مرستې ځواك پيدا كولى شي.

"زموږ غوښتنه له افغانانو څخه دا ده، چې له خپل سره ودریږي، او په خپلو کلو، باڼډو او محلاتو کې تروریستانو ته ځای ورنه کړي.

دولت به په دې قادر وي، چې دوی سره د بیا رغونې په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي، نړیواله ټولنه به مرسته وکړي او دوی له دولت سره په امنیتي برخه کې زیاته مرسته کولای شي."

ښاغلي فيضي همداراز زياته كړه، چې د سولې د مشورتي غونډې يوه برخه د خلكو نظرونو ته ځانګړې شوې، چې دوى له كومو او څنګه ستونزو سره مخ دي چې د حل لاره ورته ولټول شي.

د يو شمېر افغان كارپوهانو په وينا تردې مخكې هم څو ځلې د خلكو د ستونزو د هواري لپاره غونډې او كنفرانسونه جوړ شوي دي، چې د دوى په وينا يوازې نمايشې بڼه يې درلوده.

دا چې د سولې مشورتي جرګه به تر كومه حده بريالى وي او تر كومه حده به د خلكو ستونزې هوارې كړي؟ هغه پوښتنې دي چې مخكې له مخكې ورباندې قضاوت ګران دي.
XS
SM
MD
LG