د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

ایا ولسي جرګې ته کاندید وکیلان به بیا رایې وګټي


د رپوټونو له مخې په پام كې ده، چې د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر استازي په راتلونكو پارلماني ټاكنو كې ځان كانديد كړي، چې دوى ملي شورا ته د برياليتوب لپاره سر له اوسه كمپاين پيل كړى دى. خو يو شمېر افغانان او كارپوها ن د ملي شورا د دغې دورې د يو شمېر استازو په كارونو نيوكې كوي او وايي، چې دوى به د ولسي جرګې په راتلونكو ټاكنو كې د برياليتوب چانس ونه لري.

په افغانستان كې په داسې حال كې، چې د ملي شورا د انتخاباتو لپاره تيارۍ روانې دي، د ولسي جرګې يو شمير غړي وايي، چې په خلكو كې د خپل ملاتړ په پام كې ساتلو سره غواړي ځانونه بيا دې جرګې ته كانديد كړي.

په پام كې ده، چې د ولسي جرګې انتخابات د روان كال د وږدې د مياشتې په ۲۸ نيټه ترسره شي.

فوزيه كوفي د ولسي جرګې له هغو غړو څخه ده، چې غواړي د راتلونكې دورې لپاره هم ځان كانديد كړي.

نوموړې له ازادي راډيو سره په خپلو ځانګړو خبرو كې وويل، چې د خلكو بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري او غواړي، چې د يوې سياستوالې په توګه په ولسي جرګه كې بيا راڅرګنده شي.

"يقيناً په تېر پنځو كلونو كې د افغانستان په ملي شورا كې د خلكو استازي فعاله وه، هر يو يې په ډېرو دلايلو سره د خلكو د منلو وړ دي او هر يوه يې نوي پروګرامونه پيل كړي دي، چې پروګرامونه يې اوږد مهاله دي، چې ختمولو ته يې وخت ته اړتيا لري.

زه مې په ژوند كې په لوړه كچه هيلې لرم ، چې د رسيدو لپاره يې غواړم په سياست كې پاتې شم."

په همدې حال كې د ولسي جرګې يو شمېر نور غړي بيا وايي، دوى هم دا نيت لري خو په شرط د دې كه انتخابات په رڼه او شفافه توګه وشي.

خو عام وګړي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري دوى وايي، په ولسي جرګه كې ډېر كم وكيلان شته، چې په دويم ځل د بريالې كيدلو چانس لري.

دوى خپلې څرګندونې داسې بيانوي:
"۱- په پارلمان کې داسې وکیلان شته چې موږ ته یې خدمت کړی، دوی ته به موږ رایه ورکوو، خو داسې کسان هم شته چې هغوی ته به رایه نه ورکوو.
۲- موږ له دغو وکیلانو نه هېڅ راضي نه یو، ځکه چې کار یې نه دې کړې او موږ به ورته هېڅ رایه نه ورکوو."

افغان كارپوهان هم دې ته ورته نظر لري.

انجنير محمد يونس فكور ازادي راډيو ته وويل، چې د ولسي جرګې د استازو د تېرو پنځو كلونو فعاليتونو ته په كتو، د دې جرګې اوسني غړي د برياليتوب هېڅ چانس نه لري.

دى وايي، كه چېرې د ولسي جرګې استازي بيا هم دې جرګې ته لار ومومي نو د شورا حالت به همداسي وي لكه چې اوس دی.

ښاغلى فكور وايي:

"خلک ډېرې هیلې لري، کار نشته امنیت نشته دا وکیل صاحبان چې ځانونه بیا کاندیوي اول به کامیابه نه شي که کامیابه هم شي، زه فکر نه کوم چې د خلکو په ګټه دوی کار وکړي، تر هغه چې په مجموع کې د نظام یو سیاسي اراده موجوده نه وي.

دوی د خپل ځان لپاره او د کار د پیدا کولو لپاره وکیلان کیږي، نه اولس ته د خدماتو لپاره."

په داسې حال كې چې د ملي شورا د انتخاباتو لپاره د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا تيارى روانې دي ويل كيږي، چې په زرګونه كسان په پام كې لري ځانونه د دې جرګې د څوكيو د ترلاسه كولو لپاره ځانونه كانديد كړي.

دغه كميسيون وايي، چې د انتخاباتو د ترسره كولو لپاره د دوى هڅې په جدي توګه روانې دي.

خو تراوسه پورې روښانه نه ده چې افغانان به د ملي شورا د تېرو پنځو كلونو كارونو ته په كتو د اوسني دورې څومره غړو ته راى وركړي.
XS
SM
MD
LG