د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۷

په روغتيايي سكټوركې د اداري فساد د مخنيوي لپاره يوه كمېټه جوړه شوه


ډاكټر ثريا دليل او محمد ياسين عثماني په يوه ګډه خبري غونډه كې
ډاكټر ثريا دليل او محمد ياسين عثماني په يوه ګډه خبري غونډه كې

د افغانستان د عامې روغتيا سرپرسته وزيره وايي، چې اداري فساد يو لوى ګواښ دى او بايد د دې پدېدې په له منځه وړلو كې په ګډه مبارزه وشي. ډاكټر ثريا دليل، چې د سې شنبي په ورځ په كابل كې خبريالانو ته د روغتيايي سكټور په برخه كې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د يوې ځانګړې كمېټې د جوړېدو اعلان وكړ وويل،

دغه كمېټه د عامې روغتيا وزارت په نوښت جوړه شوې او هدف يې دادى، چې په روغتيايي سكټور كې د اداري فساد ريښې وچې كړي:

"كوم اقدامات چې كيږي هغه به د قانون پراساس وي او موږ دا اقدامات د اړوند قانوني ادارو په مرسته يوځاى تر سره كوو، په دې برخه كې موږ د خلكو او د رسنيو مرسته هم غواړو، ځكه د اداري فساد پر وړاندې مبارزه يو سخت كار دى.

موږ د دې موضوع سختوالې او پيچلتيا باندې پوه يو او په دې برخه كې به ګام په ګام مخ ته ځو."

ميرمن دليل په داسې حال كې د اداري فساد پر وړاند د مبارزې ژمنه وكړه، چې په دې غونډه كې د اداري فساد پر وړاند د مبارزې د ادارې مشر محمد ياسين عثماني هم ګډون كړى وو.

ښاغلي عثماني وويل، اوس مهال په افغانستان كې اداري فساد لمن پراخه شوى، چې ډيرى فساد په دريېو مهمو سكټورونو، يعنې افغان دولت، خصوصي سكټور او له افغانستان سره په نړېوالو مرسته كوونكو موسسو كې دى.

نوموړي وويل، چې د ريفورم په نوم په دولتي ادارو كې اداري فساد ته لمن وهل كيږي، خو ښاغلي عثماني يو شمېر نړيواله مرسته كوونكي موسسې تورنې كړې، چې له افغانستان سره د خپلو مرستو تړونونه په انګريزي ژبه لاس ليك كوي، چې په دې تړونونو كې پيچلي انګريزي اصطلاحات كارول كيږي او كله چې په دې تړونونو كې كومه د فساد خبر را پورته شي نو بيا افغاني لوري ملامت ګڼل كيږي:

"تاسې، چې له بهرنيو كمپنيو سره تړونونه لاس ليك كوئ، هغه په بهرني ژبه دي، نو كله چې افغان مامور د دې ډول قرار دار پلي كوونكي وي او هغه يې په محتوا باندې پوه نه شي هغه څه كولاى شي؟ څارنوال هم راځي هغه مامور تر ګرېوانه نيسي، نو بهرني كمپنى هم بايد د تړون پر مهال زموږ ملي رسمي ژبې ومني او تړون پرې وكړي.
عثماني:هر هغه تړون، چې نه غواړي د افغانستان په رسمي ژبو باندې قرارداد وكړي نه يي دي كوي


په بهرنۍ ژبه شوېو قرار دادونو كې داسې كليمې او جملې استعمال شوي، چې د ادعا او يا د جنجنال پر مهال هيڅ كله افغاني لورۍ نه بريالى كيږي.

هر هغه تړون، چې نه غواړي د افغانستان په رسمي ژبو باندې قرارداد وكړي نه دي كوي."

ښاغلي عثماني په افغانستان كې د اداري فساد د زياتوالي لاملونه په افغانستان باندې د پيچلو قوانينو پلي كول، مجرمينو ته د سزا نه وركول او مهمو پوستونو ته د ناغيړه كسانو مقررول وښودل.

نوموړى وايي، دوي هڅه كوي سږ كال د اداري اصلاحاتو د كميسيون په مرسته دولس زره ملكي كاركونكي د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه كې و روزي.

په افغانستان كې داسې مهال اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره هڅې ګړندى كيږي، چې افغان ولسمشر د خپلې دوهم ځل ولسمشريزې دورې د لوړې په مراسمو كې ژمنه وكړه، چې د افغان دولتي ادارو څخه به د اداري فساد ريښې وباسي.

خو كتونكي د اداري فساد پر وړاندې روانه مبارزه ګټوره نه بولي او وايي كه چېرې دغه مبارزه په دې توګه دوام وكړي،نو و به نه توانيږي چې اداري فساد له منځه يوسي.
XS
SM
MD
LG