د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

اوباما:د پاكستان او د هند ترمنځ بايد اړيكې ښې شي


ولسمشر اوباما او یوسف رضا ګیلاني
ولسمشر اوباما او یوسف رضا ګیلاني

د پاکستان صدراعظم له متحده ایالاتو غوښتي، چې د دغه هېواد او هند تر منځ د کړکیچ په کمولو کې مرسته وکړي. رویټرز خبري اژانس د یوسف رضا ګیلاني په حواله وايي ولسمشر باراک اوباما له ده سره د یکشنبې ورځې په کتنه کې ټینګار وکړ، چې نوموړۍ په ریښتیا سره غواړي چې د اسلام اباد او نوي ډیلي تر منځ په روابطو کې اوسنۍ بحران پای ته ورسیږي.

اوباما ګیلاني ته ویلي دا د ټولو په ګټه ده چې د پاکستان او هند د اړیکو د نورماله کولو لپاره خپل خپل رول ولوبوي.

خو د رویټرز خبري اژانس په وینا د پاکستان صدراعظم ویلي، چې له خپل هندي سیال من موهن سینګ سره چې هغه هم د اټومي وسلو د مصونیت په سرمشریزه کې د ګډون لپاره په واشنګټن دی د دوه اړخیزې کتنې کوم پلان نه لري.

په دې اړه چې ایا ولسمشر اوباما په دغه کتنه کې د کشمیر د مسلې د حل لپاره کوم ځانګړی وړانديز وکړ که څنګه ، یوسف رضا ګیلاني وویل له اوباما سره په خبرو کې د کشمیر موضوع یاده نه شوه.

بل لور ته هندي مقاماتو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د هند صدراعظم من موهن سینګ له اوباما سره په خپله کتنه کې نوموړي ته د پاکستان په اړه د خپل هېواد د اندېښنو یو لسټ وړاندې کړی چې په خاص ډول په کې په پاکستان کې د لشکر طیبه وسله والې ډلې شتون او فعالیت ته اشاره شوې ده.

هند د لشکر طیبه وسله واله ډله پر ممبي ښار د وروستیو بریدونو مسوله بولي.

نوی ډیلي وايي، پاکستان د دغې ډلې پر ضد جدي ګامونه نه دي اخيستي او نه يې هم هغو افرادو ته چې پر ممبي د بريدو طراحان بلل کیږي سزا ورکړی ده.

خو د پاکستان صدراعظم بیا وايي، چې د لشکر طیبه فعالیت يې بند کړی او ددغې ډلې مالي حسابونه يې هم تړلي دي.

په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي رویټرز اژانس ته ویلي امریکا به چې په افغانستان کې لس ګونه زره سرتېري لري د هند او پاکستان تر منځ د اړیکو له ښه والي ګټه پورته کړي او هغه داسې چې اسلام اباد به خپل توجه د هند سره له پولي واړوي او له افغانستان سره پر سرحد به خپلې هڅې متمرکزې کړي.

هند او پاکستان چې په ۱۹۴۷ کال کې يې له بریتانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړې تر اوسه پورې په خپلو کې درې ځله جګړه کړې ده .

دواړو هېوادونو په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د سولې پروسه پیل کړه خو پر ممبي ښار باندې تروریستي حملو د نوي ډلي او اسلام اباد تر منځ د سولې مذاکرات له ستر خنډ سره مخامخ کړل.
XS
SM
MD
LG