د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۴۷

افغانستان

کندهار کې د ماین پاکۍ یوې موسسې۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وايي چې نن سهار په كندهار ولايت كې د مين پاكۍ د يوې موسسې په كاركوونكو د مين په چاودنه كې د دې موسسې څوارلس تنو كاركوونكو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خبركې ويل شوي، چې دا پېښه د كندهار ولايت په دامان ولسوالۍ كې د ډافا د مين پاكۍ موسسې په كاركوونكو شوې ده.

د دامان ولسوال حاجې سراج ازادي راډيو ته پېښه تاييد كړه، خو ويې ويل چې په پيښه كې د مرګ ژوبلې د قيقه شميره لاتراوسه نه ده معلومه.

په كندهار كې د ميرويس روغتون مسوولينو ويلي، چې تراوسه دې روغتون ته د دې پيښې څوارلس تنه مړي او ټپيان انتقال شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرونا ویروس لاتینې امریکا ته مخه کړې

برازیل کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو ناروغانو قبرونه

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس پېښې په کمېدو دي او ډېرو هېوادونو په بندیزونو کې نرموالی راوستی دی، خو لاتینې امریکا ته دې ویروس مخه کړې ده.

د دې لویې وچې تر ټولو ګڼ نفوس هېواد برازیل سخت ځپل شوی دی.

په امریکا کې ټولو ایالتونو بندیزونه نرم کړي او په همدې حال کې وروسته له هغه چې په اروپا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوې اروپايي هېوادونه د خپلو پولو په پرانیستلو غور کوي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که محدودیت په چټکۍ سره لیرې شي، د کرونا ویروس د دوهمې څپې خطر شته.

په ټوله نړۍ کې تر پنځه نیمو میلیونو زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د مړو شویو شمېر هم ۳۴۶،۰۰۰ ته رسېدلی دی.

افغان چارواکي د امنیتي ځواکونو لیکو کې د کرونا ویروس خورېدل ردوي

ارشیف، افغان ځانګړي پولیس

د افغانستان امنیتي او دفاعي چارواکو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کرونا ویروس د خورېدو راپور رد کړ.

د دغو ځواکونو په یوې ګډه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه خپره شوې راغلي چې د امنیتي او دفاعي سکټور مشرانو هغه راپورونه ارزولي چې وایي د دغو ځواکونو شاوخوا ۵۰ سلنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

اعلامیه زیاتوي ارزونې یې ښیي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کرونا د خورېدو خبرې ناسمې دي او زیاتوي چې په ټولو قرارګاه او عملیاتي جزوتامونو کې جدي او وقایوي تدابیر نیول شوي دي او دوام لري.

ترکمنستان تورغنډۍ او اندخوی کې د کرونا چټکې ازموینې مرکزونه جوړوي

ارشیف، د کرونا ویروس د تشخیص یو مرکز

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف وایي هېواد یې غواړي په تورغنډۍ او اندخوی بندرونو کې د کرونا ویروس د چټکې ازموینې دوه مرکزونه جوړ شي.

دا خبره ښاغلي محمدوف له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال کړې ده.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د دغو دوو مرکزونو په جوړېدو سره به ټولې هغه لارۍ او نورې محمولې چې له تورغنډۍ او اندخوی بندرونو تېرېږي، ضد عفوني شي.

د ارګ اعلامیې د ولسمشر غني له قوله لیکلي چې د ترکمنستان د ولسمشر د دې طرحې ستاینه‌یې کړې او سپارښتنه‌یې کړې چې دا طرح د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سطح تعقیب شي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې همداراز د سیمې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او ترانزیټي ستونزو پر هواري خبرې شوې دي.

افغانستان او ترکمنستان دا مهال په خپلو کې مهمې اقتصادي پروژې لري چې یوه بېلګه‌یې د ټاپي یا د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د انتقال پروژه ده.

ټرمپ: له افغانستانه سرتېري باسم، خو وضعیت‌یې له نږدې څارم

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر تر پرونیو څرګندونو وروسته په یوه تازه ټویټ کې یو ځل بیا ویلي چې ځواکونه‌یې له افغانستان څخه باسي، خو نوموړی زیاتوي وضعیت به له نږدې څاري او که اړتیا پېښه شوه د تندر په څېر به برید وکړي چې ساری یې نه‌دی لیدل شوی.

ډونالد ټرمپ په تازه ټویټ کې بیا هم اشاره کړې چې په ا فغانستان کې امریکایي سرتېري د پولیسۍ رول پر مخ وړي. دی وایي تر ۱۹ کلونو وروسته اوس‌یې وخت دی چې افغانان په خلپه د خپل هېواد د پولیسو دنده پر مخ یوسي.

د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ هم په سپینې ماڼۍ کې د یوه خبریال د پوښتني په ځواب کې ویلي وو چې له افغانستانه د امریکایې ځواکونو د را ایستلو لپاره‌یې مشخصه نېټه نه‌ده ټاکلې، خو هر څومره ژر چې مناسب وي دا کار کېږي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹مې موافقې له مخې ټول امریکايي او بهرني ځواکونه به د طالبانو د امنیتي ژمنو په بدل کې په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ووځي.

داسې ګمان کېږي چې ولسمشر ټرمپ به د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسول په نومبر میاشت کې تر ولسمشرۍ ټاکنو مخکې په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې ډېره منعکسه کړي.

کابل کې سر له ننه محدودیتونه کمېږي

ارشیف

ټاکل شوې په کابل ښار کې سر له نن چهارشنبې محدودیتونه کم شي.

څو اوونۍ مخکې وروسته له هغه په کابل کې پراخ محدودیت وضع شو چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ پر زیاتېدو شوې.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري پرون له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د محدودیتونو کمی په دې معنی نه‌دی چې خلک روغتیايي مشورې رعایت نه‌کړي.

ښاغلی حیدري زیاتوي: "محدودیتونه اسانه کېږي یعنې موږ هڅه کوو چې بازارونه په ځانګړې توګه د اصنافو بازارونه په بېلابېلو ساعتونو، وختونو او ورځو فعالیت وکړي، خو د قرنطین شرایط مراعت کړي او د عامې روغتیا وزارت پر مشورو عمل وکړي."

د کابل والي په داسې حال کې د محدودیتونو د کمېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت پرون وویل چې په دې هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۱،۸۰۰ ته رسېدلې دي.

اتمر: د افغانانو د ډوبېدو پېښې د تحقیقاتو هدف د عاملینو مجازات دی

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر

د ثور میاشتې د ۱۳مې د پېښې په اړه د تحقیقاتو هدف د عاملینو مجازات او لازم اقدامات دي چې د دا ډول پېښو د تکرار او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو یې د اغېز مخه ونیول شي.

دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د سې شنبې په ورځ ایراني پلاوي ته وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په وینا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حسن بهاروند په مشرۍ پلاوی د سې شنبې په ورځ کابل ته ورسېد.

دواړو لورو توافق وکړ چې د افغانستان تحقیقاتو نتیجه به د ایران لوري ته تسلیم شي او امنیتي او دولتي ادارې به‌یې په تفصیل سره ارزوي او خپله نتيجه به له افغانستان سره شریکوي.

د ادعاوو پر اساس د ایران پوله‌ساتو ځواکونو ۵۰ افغانان چې غوښتل‌یې په غیر قانوني توګه ایران ته واوړي، لومړی وهلي ډبولي او وروسته‌یې اړ ایستلي چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې ۳ ورځنی اوربند هڅوونکی اقدام بللی

د اروپايي ټولنې بیرغونه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې درې ورځنی اوربند لومړی هڅوونکی اقدام بللی دی.

دغې ټولنې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي: "د اعتماد فضا رامنځته کولو په دغو اقداماتو سره د تل‌پاتې سولې پر لور تګ امکان لري او نه په تاوتریخوالي سره."

په اعلامیه کې راغلي چې د سولې او ثبات لپاره اوسنی فرصت باید له لاسه ورنه‌کړل شي.

په دې اعلامیه کې له ټولو لورو غوښتل شوي چې پرته له ځنډه دې تل‌پاتی اوربند اعلان کړي.

د طالبانو مشرتابه د جمعې په ورځ ناوخته خپلو وسله‌والو ته امر وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت د درېیو ورځو لپاره جګړه ودروي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په چټکۍ سره د طالبانو د دې اقدام هرکلی وکړ او ويې‌ویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته‌یې امر کړی چې درې ورځنی اوربند مراعت کړي.

ښاغلي غني همداراز د دوه زره طالب زندانیانو د راخوشې کولو امر وکړ.

د اوربند تر اعلان مخکې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې وه.

ایران د افغانانو د ډوبېدو پېښې د څېړنې پایله افغان لوري سره شریکوي

هریرود سیند کې د دوو ډوب شویو افغانانو مړي.

ایران وایي، د ثور میاشتې د ۱۳مې نېټې د پېښې په اړه‌یې د افغانستان حکومت د اسنادو څېړنه کړې او نتیجه به‌یې له افغان لوري سره شریکه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال محسن بهاروند په مشرۍ ایراني پلاوي نن دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړه.

د ثور په ۱۳مه تر ۵۰ ډېر افغانان چې په غیر قانوني ډول ایران ته اوښتل له ادعا سره سم د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري مجبوره شول چې هریرود سیند ته ځانونه واچوي.

له دې کسانو محدود شمېر وژغورل شول او د یو شمېر کډوالو مړي تر اوسه نه‌دي ترلاسه شوي.

فاریاب کې چاودنې د طالبانو د یوه قوماندان د کورنۍ ۵ غړي وژلي

د فاریاب نقشه

۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، په فاریاب کې د ماین چاودنې د طالبانو د یوه قوماندان د کور پنځه غړي وژلي دي.

د دې قول اردو په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلي چې دا پېښه تېره شپه د پشتونکوټ ولسوالۍ په تیلان کلي کې د قوماندان محمد ظاهر په کور کې ماین چاودلی چې د ده مېرمن، دوه زامن او دوه لوڼې یې وژلې دي.

قوماندان محمد ظاهر له دې پېښې روغ پاتې شوی. طالبانو د دې چاودنې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

افغانستان کې د اوربند پر تمدید د بشري حقونو کمېسیون ټینګار

ارشیف،د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ په ۱۳۹۷ کال کې اوربند

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې په افغانستان کې د اوربند د تمدید غوښتنه وکړه.

شهرزاد اکبر نن په ټویټر کې لیکلي دي چې 'اوربند تمدید کړئ، د خلکو ژوند وژغورئ ترڅو ټول تمرکز پر سولې وشي.'

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور پرون ازادي راډیو ته د سولې د هڅو په ترڅ کې د زندانیانو د ازادۍ په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې‌ویل: "د دغو بندیانو معلومات باید له ولس سره، د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون او نورو ادارو سره شریک شي ترڅو هغه بندیان چې جنګي مجرمین دي د هغوی په برخه کې محتاطانه برخورد وشي."

د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د سولې له مخې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ وشوه، افغان حکومت باید تر پنځه زره پورې طالبان له زندانونو ازاد کړي او طالبان نږدې زر تنه حکومتي کسان له بنده خوشې کړي.

کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي او ۲ ټپيان دي

کندهار کې ماین چاودنه کې ویجاړ شوی موټر

د کندهار په میانشین ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل.

په پېښه کې دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان له میانشین څخه د ارزګان مرکز ترینکوټ ته روان وو چې موټر یې د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "په دې پېښه کې یوه مور، دوې ماشومې لوڼې او یو ماشوم زوی ورسره وو چې څلور واړه وژل شوي دي. د موټر چلوونکی او د کورنۍ سرپرست ټپیان شوي او په ټپي حالت ارزګان ته لېږدول شوي دي."

تر اوسه د دې ماین چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

ملکيانو ته دا مرګ‌ژوبله په داسې حال کې اوړي چې وسله‌والو طالبانو او حکومت د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

ملي امنیت شورا: تېرو دوو ورځو کې نافذ شوی اوربند تر ډېره رعایت شوی

ارشیف، ۱۳۹۷ کال کې د افغان حکومت او طالبانو اوربند

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي د اختر په تېرو دوو ورځو کې نافذ شوی اوربند تر ډېره رعایت شوی دی.

طالبانو او حکومت د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې نن‌یې درېیمه ده.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د فرانسې خبري اژانس ته وویل، اوربند نافذ دی او د کوم تاوتریخوالي راپور نه‌دی ورکړل شوی.

خو په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان له ځینو برخو د ناامنیو د ځینو پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.

یوه پېښه د طالبانو د اوربند د اعلان په درشل کې د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې د اختر په شپه پر یوه کور د هاوان لګېدل وو چې په پېښه کې ۴ کسان مړه او ۷ نور ملکیان ټپیان شوي وو.

د سولې ولسي حرکت د افغان حکومت او طالبانو د اوربند هرکلی وکړ

ارشیف، د سولې ولسي حرکت یو شمېر غړي

د سولې ولسي حرکت د اختر په ورځو کې د طالبانو او حکومت د درې ورځني اوربند هرکلی وکړ.

خو دغه حرکت غوښتنه لري چې د افغان-وژنې د مخنیوي لپاره دې د جګړې ښکېل اړخونه دایمي اوربند وکړي.

د سولې ولسي حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "غوښتنه مو دا ده چې دغه اوربند باید تل‌پاتی شي او پسې وغځول شي. ځکه په جګړه کې یوازې او یوازې افغانان وژل کېږي. هیله مو دا ده چې افغان مشران د خواخوږۍ له مخې د هېواد د سوکالۍ لپاره، د راتلونکي نسل د خپلواکۍ او ژغورنې لپاره سره یوځای شي. دغه اوربند په دایمي اوربند بدل کړي."

د وسله‌والو طالبانو او حکومت ترمنځ اعلان شوی درې ورځنی اوربند نن پای ته رسېږي.

دواړو لورو په ۲۰۱۸م کال کې هم د کوچني اختر پر مهال درې ورځنی اوربند کړی و چې ګڼو رهبرانو او سازمانونو یې هرکلی کړی و.

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱،۱۷۳ ته ورسېد

ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۵۹۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱ زره او ۱۷۳ تنو ته ورسېد.

په هغه پیغام کې چې د افغانستان عامي روغتیا وزارت نن دوشنبه رسنیو ته استولی راغلي چې تېره ورځ ۱،۰۹۵ لابراتوار ټسټونه ترسره شول چې په همدې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو کس له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه مړ شوی دی.

له دې ناروغۍ څخه په افغانستان کې ۲۱۹ تنه مړه شوي دي.

په داسې حال کې چې دا ویروس په چټکۍ په افغانستان کې د خورېدو په حال کې دی د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز ټینګار کوي چې که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه‌ګڼي، انساني ناورین به رامنځته شي.

اشرف غني: پومپيو وويل چې د طالبانو د اوربند په اوږدولو به فشار راوړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د امریکا بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو ورته ويلي چې د طالبانو د اوربند په اوږدولو به فشار راوړي.

ولسمشر غني نن د مې په ۲۵مه، پر ټويټر ليکلي چې پومپيو ده او د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکتر عبدالله سره په ټيليفوني خبرو کې وويل چې امريکا به د تشدد کمولو او د بین‌الافغاني خبرو په ترسره کېدو ټينګار وکړي.

د دې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت له‌خوا د ۲،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو اعلان ستايلی دی.

د دغه دوه زرو بنديانو د خوشې کېدو لړۍ نن د ۱۰۰ طالبانو په خلاصولو پیل شوه.

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویلي چې د سیاسي روغې جوړې لپاره د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې د سولې پر لور تر ټولو غوره لاره ده.

دغې شورا پر خپله ټویټر پاڼه نن دوشنبه د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو په نیت د ولسمشر غني له‌خوا د طالب بندیانو د خوشې کېدو پرېکړه ستایلې ده.

تر دې مخکې افغان حکومت ۱،۰۰۰ او طالبانو نږدې ۲۵۰ بنديان خوشې کړي دي. افغان حکومت او طالبانو د اختر لومړۍ درې ورځې د مې له ۲۴مې څخه د مې تر ۲۶مې پورې اوربند اعلان کړی دی.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې راغلي وو چې افغان حکومت به ۵،۰۰۰ او طالبان به ۱۰۰۰ بنديان خوشې کوي. د طالبانو وياند سهیل شاهين د مې په ۲۴مه پر ټويټر د ۲،۰۰۰ نورو بنديانو خوشې کېدو هرکلی کړی او غوښتنه‌یې کړې چې د شوې موافقې ترمخه دې ټول پنځه زره بنديان خوشې شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG