د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

کرولي: د ولسمشر کرزي سفر به له پلان سره سم ترسره شي


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیب کرولي
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیب کرولي

افغان دولت او متحده ایالاتو هڅه کړې، چې د دواړو هیوادونو تر منځ په دې وروستیو کې پورته شوی کړکیچ راکم کړي.د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیب کرولي پرون وویل، واشنګټن ته به په راتلونکې میاشت کې د ولسمشر حامد کرزي سفر له پلان سره سم ترسره شي او په دې برخه کې تر اوسه پورې کوم بدلون نه دی راغلی.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه ورځ وړاندې راپورونو وویل، سپینه ماڼۍ امریکا ته د افغان ولسمشر د سفر پر لغوه کولو غور کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه له حامد کرزي سره د واشنګټن د اختلافاتو سره سره به امریکا خپلو جوړونکو هڅو ته دوام ورکړي.

تېره اونۍ وروسته له هغې، چې حامد کرزي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لویدیځ هیوادونه د درغلیو په کولو تورن کړل، د افغان دولت او لویدیځ متحدانو تر منځ يې لفظي شخړه راوپارېده.

رویټرز خبري اژانس وايي، واشنګټن د کرزي د څرګندونو پر وړاندې خپله ناراحتي وښوده او کاناډا هم د چهارشنبې په ورځ پرې انتقاد وکړ.

د کاناډا صدراعظم سټیفن هارپر وویل، د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي.

نوموړي وویل، زموږ نارینه او ښځو په افغانستان خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی څو د دغه هیواد له خلکو سره مرسته وکړي او د طالبانو پر وړاندې وجنګیږي.

کاناډا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۸۰۰ سرتیري لري او تر اوسه پورې يې ۱۴۰ عسکر له طالبانو سره په جګړو او چاودونو کې وژل شوي دي.

بل لور ته د افغان ولسمشر ویاند وحید عمر تیره ورځ وویل، د حامد کرزي د څرګندونو هدف هغه افراد وو، چې د هغه په وینا په انتخاباتو کې يې درغلۍ کړي دي نه کوم مشخص هیوادونه.

د جمهوري ریاست ویاند وویل، پرکومو اشخاصو چې ولسمشر کرزي د درغلیو او لاس وهنې تورونه لګولي ضروري نه ده، چې هغوي دې د کوم هیواد او یا سازمان استازیتوب وکړي.
XS
SM
MD
LG