که چېرته د کندهار خلک ونه غواړي په دې ولایت کې به پوځي عملیاتو ته اجازه ورنه کړي.
ښاغلي کرزي یوځل بیا پر بهرنیانو له دې کبله انتقادونه وکړل چې د ده په وینا د افغانستان په کورنیوچارو کې لاسوهنه کوي.
افغان ولسمشر حامد کرزي کندهار ته په خپل پروني سفر کې یوځل بیا هڅه وکړه، چې خپل ځان له لویدیځو هېوادونو څخه مستقل وښيي. ده د کندهار قومي مشرانو ته په وینا کې وویل، چې افغانان نه غواړي د دوی مشران لاس پوڅي وي.
په وروستیو څو ورځو کې دا لږترلږه درېیم ځل دی، چې افغان ولسمشر لویدیځ چې د ده د حکومت ملاتړ کوي او په افغانستان کې پوځونه لري، د حکومت په چارو کې په لاسوهنه تورنوي.
کندهار ته د ښاغلي کرزي سفر په داسې حال کې کېږي، چې ده دوه ځلې نورهم پر خپلو لویدیځو ملګرو، د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې له کبله انتقادونه کړي دي.
ښاغلي کرزي د تېرې پنجشنبې په ورځ پر لویدیځ تور ولګاوه، چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په درغلیو کې یې لاس درلود او هدف یې دا و، چې نه یې غوښتل دی په دې انتخاباتو کې بریالی شي.
د ده د دې څرګندونو په ځواب کې امریکايي چارواکو هم عکس العمل وښود او ویې ویل چې افغان ولسمشر باید په افغانستان کې د ثبات د راوستو پر چاره ډېر تمرکز وکړي.
دوه ورځې وروسته افغان ولسمشر یوځل بیا پر متحدوایالاتو تور ولګاوه، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
ولسمشرکرزي د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د شاوخوا اویا غړو په غونډه کې خبرداری ورکړ، چې که چېرته بهرنیان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنو ته دوام ورکړي نو کېدای شي د طالبانو وسلوال پاڅون د یوه مشروع نهضت بڼه او حیثیت غوره کړي.
کرزي په دې غونډه کې وویل، یوازینی دلیل، چې طالبان او نورې ډلې وسلوال مقاومت کوي دا دی، چې دوی ویني په افغانستان کې، ټولې پرېکړې بهرنیان کوي.
په کندهار کې په پرونۍ غونډه کې هم ښاغلي کرزي تقریباً هماغه خبرې تکرار کړې. ده په داسې حال کې چې د ناټو او امریکايي قواوو عمومي قوماندان جنرال سټېڼلي مک کرېسټل یې شاته د سټېج پرسر غلی ناست و، وویل، افغانستان به هله جوړ شي چې خلک یې باور ولري، چې د دوی ولسمشر خپلواک دی، هله چې خلک وویني چې حکومت یې یو خپلواک حکومت دی، نه لاس پوڅی.
ښاغلي کرزي طالبان مخاطب کړل ویې ویل، چې ده ځان له بهرنیانو څخه خپلواک کړی، نو په کار ده چې هغوی هم همداسې وکړي:
افغان ولسمشر پر دولتي چارواکو غږ وکړ، چې بهرنیانو ته دې په خپلو چارو کې د لاس وهنې اجازه نه ورکوي.
تېره اونۍ د امریکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ او د راپورونو له مخې له افغان مشرانو سره په کتنه کې یې پر دوی فشار راووړ، چې د فساد پرضد مبارزه ګړندۍ کړي.
افغانستان ته د اوباما له سفر وروسته له سپینې ماڼۍ سره د ده په اړیکو کې یو ناڅاپي کړکېچ رامینځ ته شو، چې د لفظي حملو په بڼه راڅرګند شو.
د اوباما له ادارې سره د ولسمشر کرزي په اړیکو کې دا کړکېچ په داسې حال کې رامینځ ته شوی، چې د امریکا پوځ په کندهار کې د سترو پوځي عملیاتو پلان لري.
واشنګټن دا عملیات د مې د میاشتې په پای کې هغه مهال، چې ټول پلان شوي اضافي سرتېري افغانستان ته ورسېږي، په پام کې لري، خو کرزي د کندهار د خلکو شورا ته په وینا کې ژمنه وکړه، چې د خلکو له رضایت پرته به دا عملیات ونه کړي او که خلک ونه غواړي دی به دې عملیاتو ته اجازه ورنه کړي.
ده وویل، بهرنیان په دې ورځو کې په کندهار کې د عملیاتو خبرې کوي، خو زه پوهېږم چې تاسو وارخطا یئ. ده د خلکو له لویې ډلې څخه پوښتنه وکړه، وارخطا یئ؟ ځینو په یو غږ ځواب ورکړ، هو یو. کرزي وویل، که تاسو نه یئ خوښ او که د دې عملیاتو له وجې وارخطا یئ، نو عملیات به ونشي.
خو د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ناټو د عملیاتي چارو مشر امریکايي تورن جنرال "ویلیم مې ویلي" د ښاغلي کرزي څرګندونې ډېرې جدي ونه بللې، ویې ویل، چې د افغان ولسمشر د سفر هدف د همدې عملیاتو لپاره و.
نوموړي زیاته کړه، ښاغلي کرزي یوازې دا هڅه کوله، چې د کندهار د عملیاتو لپاره د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.
جنرال مې ویلي وویل، مهمه دا نه ده چې موږ څه فکر کوو، بلکې مهمه دا ده چې د کندهار د مخورو لویه ډله څه فکر کوي.
ده زیاته کړه، کرزي خلکو ته وروښوده، چې دی د پوځي چارو مشري کوي او دا ښه خبره ده. دې امریکايي جنرال وویل، د عملیاتو لپاره د خلکو ملاتړ حتمي دی.