د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

زاخيلوال:د كابل كنفرانس به د افغانستان په اقتصاد تاثير ولري


افغان چارواكي وايې، د كابل كنفرانس، دولتي كنفرانس نه دى، بلكې د خصوصي سكټور د استازو او د مدني تولنې ګډون كولاى شي، چې د افغانستان د اقتصادي پراختيا او د نړېوالې ټولنې د مرستو په راټولولو كې ګټور تمام شي.

په كابل كې خصوصي سكتورونو ته د ونډې وركولو په هدف د يكشنبې په ورځ د افغان چارواكو او د لسګونو سوداګرو په ګډون ګډه غونډه جوړه شوې وه.

د افغانستان د ماليې وزير ډاكټر عمر زاخيلوال وويل، چې دوى په پام كې لري چې خصوصي سكټور ته د هېواد د اقتصادي پراختيا په برخه كې ډېر مسوليتونه ور وسپاري.

د افغانستان د ماليې وزير زياته كړه، چې د كابل كنفرانس د لندن له كنفرانس څخه وروسته چې د تېر كال په ژمي كې جوړ شوى وو،
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې رييس محمد قربان حقجو
جوړيږي.

د لندن په كنفرانس كې د افغانستان د اقتصاد د پراختيا پر بېلابېلو مواردو بحث وشو او په كابل كې د يكشنبې ورځې په غونډه كې د خصوصي سكټور استازو هم خبرې وكړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې رييس محمد قربان حقجو وويل، چې دوى هم د هېواد د اقتصادي پراختيا لپاره هڅې پيل كړي دي:

"د مدني ټولنو د بنسټونو، خصوصي سكټورونو او د افغانانو دنده دا ده، چې ورو- ورو دغه توانايي پيدا كړي.

د هغو كسانو، چې په سر كې دي، د هغوى د شخصي سليقو پرته دې خپل نظرڅرګند كړي او په رڼه او اوږد مهاله توګه د افغانستان ملي ګټې، د افغانستان واقعتونه او د افغانستان ننني حساسيتونه درك كړي او هغو ته دې انعكاس وركړي."

په پام كې ده، چې د كابل كنفرانس په نږدې راتلونكې كې د مرسته كوونكو هېوادونو د استازو او د ملګرو ملتونو په ګډون جوړشي.

افغان چارواكي وايې، چې په دې كنفرانس كې ډېر په هغو مسايلو بحث كيږي، چې د هېواد د راتلونكي لپاره غوره دي.

په كابل كې د دې كانفرانس لپاره تيارۍ په داسې حال كې روانې دي، چې افغانان له هېواده بهر د تر دې دمه د جوړو شوېو كانفرانسو له پايلو خوښ نه دې او وايې، چې د هېواد په بيارغونه يې اغيزې چندانې نه محسوسيږي.

خبرياله : ماريا صديقي
XS
SM
MD
LG