د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۱

هيلري كلينټن له كرزي سره په ټيلي فون خبرې وكړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلینټڼ وروسته له هغې له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړې چې کري پر لویدیځ یو شمیر تورونه پورې کړل .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلینټڼ وروسته له هغې له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړې چې کري پر لویدیځ یو شمیر تورونه پورې کړل .

وروسته له دې، چې د امریکا حکومت او نورو لویدیځو هېوادونو د جمهور رییس حامد کرزي د وروستیو څرګندونو په اړه، چې په بهرنیانو باندې یې انتقاد وکړ خپګان څرګند کړ، جمهور رییس کرزي د امریکا بهرنیو چارو وزیرې هیلري کیلټن سره په ټیلي فون خبری کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیلیپ کرولي وایي، جمهور رییس کرزی په دغو ټیلي فوني خبرو اترو کې، چې پنځه ویشت دقیقې یې دوام وکړ، د خپلو روستیو څرګندونو په اړه توضیحات وړاندې کړل.

هغه وویل، چې جمهور رییس کرزی د دواړو هېوادونو د مشارکت په اړه خپلې ژمنې تکرار کړي او په خپل هېواد کې یې د نړیوالې ټولنې د همکاري او سرښندنو مننه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن جمهور رییس کرزي ته وویل، چې دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره، چې مشترک هدف دی ګډو زیارونو ته خپله زیاته پاملرنه اړوي.

او دواړو خواوو ژمنه وکړه، چې د دوستي او مشارکت په روحیې به سره همکاري کوي.

سپینې ماڼۍ د جمهور رییس کرزي وروستۍ څرګندونې، چې په هغو کې یې په خپلو لویدیځو متحدینو له ټولو زغرده انتقاد وکړ ځورونکې وګڼلې.

جمهور رییس د انتخاباتو کمیسیون ته وویل، چې د وروستیو انتخاباتو په درغلیو کې لویدیځو هېوادونو لاس درلوده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیلیپ کرولي، د جمهور رییس کرزي په دغو څرګندونو باندې د تبصرې په مهال ویلي وو، چې د جمهور رییس کرزی دغه خبرې واشنګټن ناراحته کوي.

دغه راز پرون په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري له جمهور رییس کرزي سره لیدلي دي، چې جمهور رییس د خپلو دغو څرګندونو په اړه توضیحات وړاندې کړي.

جمهور رییس کرزي کابل ته د امریکا د جمهور رییس له ناڅاپي سفره څو ورځې وروسته په لویدیځو پلوي هېوادونو انتقاد وکړ او دا په داسې وخت کې، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې خپلو پوځي هلو ځلو ته زور ورکړی او جمهور رییس اوباما افغانستان ته د دېرشو زرو نورو امریکایي عسکرو استول پیل کړی دی.
XS
SM
MD
LG