د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۰

مولن:ایران د افغان دولت له مخالفینو سره مرسته کوي


د امريكا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت لوى درستيز امير البحر مايك مولن
د امريكا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت لوى درستيز امير البحر مايك مولن

د امريكا د متحده ايالاتو ددفاع وزارت لوى درستيز وايي، دوى ته داسې راپورنه رسيدلي، چې په كندهار كې ترپيليدونكو پراخو عملياتو مخكې ايران د افغان دولت له مخالفينو سره پوځي مرستې كړې دي.

د امريكا د متحده ايالاتود دفاع وزارت لوى درستيز اميرالبهرمايك مولن دغه څرګندونې د چهار شنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وكړې:

"زه ستاسو له پوښتنې سره موافق يم، چې ايران هڅه كوي په سيمه كې خپل نفوس پراخه كړي، له يوې خوا دا د حيرانتیا خبره نه ده، ځكه ايران يو ګاونډې هېواد دې، خو له بل لوري، چې زه يې ګورم دا هڅې منفي اغيزې لري.

تېره شپه ما ته وويل شول، چې له ايران څخه كندهار ته په زياته اندازه وسلې راوړل شوي.

ما په تېرو څو كلونو كې ليدلي، چې ايران د مخالفينو د وړتياو د لوړولو هڅه كوي خو زما لپاره دا هم د اندېښنې وړ خبره ده، چې د خپل نفوس د پراخولو د ايران هيله زياتيږي."

تر دې مخه هم د افغان دولت له مخالفينو سره د افغانستان د ګاونډېو هېوادونو په ځانګړې ډول ايران د پوځي مرستو او مخالفينو سره د ايراني وسلو د موجوديت راپورنه وركړل شوي دي.

ښاغلي مولن، چې اوس مهال په كابل كې دې د افغان ولسمشر حامد كرزي سره يې هم كتلي او د افغان چارواكو سره يې افغانستان د د روانو حالاتو پر سر خبرې كړې دي.

د امريكا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت لوى درستيز د ازادۍ راډيو د هغې پوښتنې په ځواب كې، چې د كندهار عملياتو خو به د سولې په ملي مشورتي جرګې منفي اغيز نه لري؟

وويل:

"په دغه سفر كې، چې زما كوم برداشت دى هغه دا دى چې افغانستان تر راتلونكو شپږو تر لسو مياشتو پورې مهمې پېښې په مخ كې لري، د سولې جرګه، د كابل كنفرانس، د ملي شورا انتخابات او د كندهار عمليات.

دا ټول هغه مهم مسايل دي، چې په راتلونكو مياشتو كې به تر سره شي، خو نه غواړم دا ووايم، چې دغه مسايل به يو بل اغيزمن كړي، نن سهار د ولسمشر سره په خبرو كې په دې وپوهېدم، چې د سولې جرګه او دا نور مسايل د ستراتيژۍ يوه برخه ده چې بايد مثبتې پايلې ولري."

مايك مولن تېره ورځ د هلمند له مارجې ولسوالۍ څخه هم ليدنه وكړه او د هلمند ولايت د سيمه ايزو چارواكو او د مارجې له اوسيدونكو سره يې د عملياتو د پايلو او د شته ستونزنو د هوارې په اړه هم خبرې وكړې.

د امريكا د دفاع وزارت د لوى درستيز په وينا امريكا د جګړې د اوږدولو ليواله نه ده خو دا معلومه نه ده، چې دغه جګړه به څومره وخت ونيسي.

مايك مولن وويل، چې د كندهار په عملياتو كې به د سيمه ايزو مشرانو، دغه شان د سيمه ايزو شوراګانو او جرګو د استازو د نظرونو دروناوى كيږي او دغه عمليات به د افغان ځواكونو په همكارۍ سره تر سره كيږي.

افغان او امريكايي ځواكونه په داسې حال كې په كندهار كې د پراخو پيليدنكو عملياتو په اړه خبرې كوي، چې د مارجې سيمه ايز چارواكي او اوسيدونكي چېرې چې په دې ورستيو كې د افغان او نړېوالو ځواكونو لوى پوځي عمليات تر سره شول په بېلابېلو برخو كې د ستونزو او اسانتياوو د نه موجوديت خبرې كوي.
XS
SM
MD
LG