د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

مشرانو جرګه:د معیوبینوپه اړه يي د ولسي جرګې پریکړه رد کړه


د مشرانو جرګې ګڼ شمېرغړي وايي، چې زیاتره سناتوران كورونه نه لري او په كرايي كورنو كې شپې ورځې تېروي، نو له همدې امله دوى نه غواړي چې په پډوله دښته كې خپلې مځمكۍ د شهيدانو او معلولينو كورنيو ته وركړي.

د افغانستان مشرانو جرګه دغه پريكړه په داسې حال كې كوي، چې د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه كې د شهيدانو او معلولينو كورنيو ته د كابل دارلامان ماڼۍ ته څيرمه د پډوله دښتې د ځمكو د وركولو پريكړه وكړه.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي حسن هوتك د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه كې وويل، چې د ولسي جرګې غړو ځكه داسې پريكړه كړې ده چې دوى د كابل په شير پور او نور ښار ګوټو كې څو، څو نومرې مځمكې لري:

"موږ له دغه پريكړې سره نه يو موافق، موږ څلويښتو كسو تعرفې اخيستي او پيسې مو تحويلې كړې دي، هغوي چې له خپلو ځمكو تېريږي خپل حق يې اخيستى دى.

يواځې شپېتو كسو په شېرپور كې ځمكې اخيستې او پاتې نورو يې په نور ښارګوټو كې."

يو شمېر سناتورانو بيا د ولسي جرګې د غړو دغه پريكړه يوه سياسي لوبه وګڼله او ويې ويل، چې دا د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو د ګټلو لپاره د ځان لپاره کمپاین کوي.

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستيال محمد عالم ايزديار وويل، چې د مشرانو جرګې د زیاترو غړو د پريكړې سر سم به كابل ښاروال د موضوع د روښانولو په هدف راتلونكې غونډې ته را وبلل شي.

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم منشي صالح محمد سلجوقي د سناتورانو د خبرو په ځواب كې رسنيو ته وويل، چې ولسي جرګې كومه سياسي لوبه نه ده جوړه كړې:

"هيڅ ډول كمپاين او تبليغ نه دى، دا د شهيدانو او معلولينو له كورنيو سره مرسته او همكاري ده، د ولسي جرګې غړو وغوښتل، چې دغو كورنيو ته يې خپل حق ور وسپاري او په دې توګه يې دا وښوده، چې د خپل ملت لپاره يې يو ګټور كار تر سره كړ."

د راپورونو له مخې د افغانستان د ولسي جرګې غړو دغه پريكړه پر دوى د شهيدانو او معلولينو د كورنيو د پرله پسې نیوکو وروسته وكړه.

د شهيدانو او معلولينو كورنۍ وايي، په وار، وار سره دوى د استوګن ځايونو د برابرولو په نيت د اړوندو ادارو دروازې ور وهلې دي، خو له هرې دروازې نا هيلې تلي دي.
XS
SM
MD
LG