د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

په ځینو ښونځیو کې عامه پوهاوي پروګرامونه پیلېږي


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې د پنځو جنوبي ولايتونو په ښوونځيو كې د حفط الصحې په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي كوي. دغه پروګرامونه د پوهنې، روغتيا او د كلو او پراختيا وزارتونو او يونسېف له خوا پر مخ وړل كېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې د پنځو جنوبي ولايتونو په ښوونځيو كې د روغتیا پالنې پروګرام په پلي كولو سره به د ساري او نورو ناروغيو كچه را ټيټه شي.

د يكشنبې په ورځ د حفظ الصحې په اړه په كابل كې د كندهار، زابل، هلمند، ارزګان او نيمروز د پوهنې، روغتيا، كلو او پراختيا رياستونو كاركوونكو ته يو درې ورځنى سېمينار پيل شو.

د پوهنې وزارت چارواكي وايي، دوى به د روغتيا پالنې هغه اصول، چې په دې سيمنار كې يې زده كوي، په ښوونځيو كې پلي كړي.

د پوهنې وزارت د روغتيا د څانګې مسئول ډاكتر رحمان رحماني وويل، چې اوس مهال ډېر كسان له ساري ناروغيو سره مخ دي او دا پروګرام به وكولاى شي، چې په ښوونځيو كې د روغتیا پالنې سيسټم غښتلى كړي.
د پوهنې وزارت د روغتيا د څانګې مسئول ډاكتر رحمان رحماني


"د دې ورکشاپ اصلي مقصد په ښوونځیو کې د حفظ الصحې سيسټم غښتلى کول دي."

دا پروګرام د افغانستان د پوهنې، روغتیا، كلو او پراخيتا وزارتونو او د ملګرو ملتونو د كوچنيانو وجهي صندوق يا يونيسف له خوا پر مخ وړل كيږي.

خو د يونیسف ادارې يوه مسئول اندېښنه وښودله، چې د نا امنېو له امله به په جنوبي ولايتونو كې د دې پروګرام پلي كول ستونزمن كار وي.

هغه چې د نوم له ښودلو نه يې ډډه كوله ازادۍ راډيو ته وويل، نا امنيو د روغتيا او پوهنې په برخه كې د ډيرو نورو پروګرامونو مخه هم نيولې ده.

بل خوا د پوهنې وزارت ولايتي مسئولينو هم چې په دغه سېمينار كې يې برخه اخيستې وه زیاته يې کړه، چې دوى د پوهنې په برخه كې تر حفظ الصحې ډير له نورو جدي ستونزو سره مخ دي.

د هلمند ولايت د پوهنې رياست كاركوونكۍ احمدشاه وويل، په دغه ولايت كې زیاتره د ښوونځيو ودانۍ او د څښلو لپاره پاكې اوبه نه لري:

"امنیت د ټولو نعمتونو مور ده، چې امنیت نه وي هیڅ پرمختګ په هغه سیمه کې نه کیږي او بل د هغه ښوونځې چې ودانۍ نه لري باید ودانۍ ورته جوړشي."

د افغانستان د نا ارامو جنوبي ولايتونو، كندهار، هلمند،زابل، ارزګان او نيمروز ښوونځيو ته دا پروګرام په داسې وخت كې پلي كېږي، چې اوس هم په دغو ولايتونو كې سلګونه ښوونځي د وسلوالو مخالفينو او نورو ګواښونو له امله تړلي دي.

ولسمشر كرزي هم څو ورځې مخكې د نوي تعليمي كال د پېلېدو په مراسمو كې اندېښنه وښووله، چې د نا امنېو له امله د ځينو ولايتونو نږدې پنځوس فيصده ښوونځي او مدرسې تړل شوي دي.

خو د پوهنې وزارت چارواكو ويلي، د قومي مشرانو په مرسته د ځينو ښوونځيو په بيرته پرانیستلو بريالي شوي دي او په دې برخه كې يې هلې ځلې روانې دي.

معصوم ميوند- كابل
XS
SM
MD
LG