د افغانستان د كليوالي سړكونو د جوړولو د پروګرام مسوولين وايي، چې دوى په هېواد كې د كليوالي سړكونو د جوړولو سروې پاى ته ورسوله.
د پروګرام مسوولينو د سې شنبى په ورځ يوې خبري ناستې ته وويل، چې دوى غواړي د افغانستان په څلوردېرش ولايتونو كې يولكو دېرش زره كليوالي سړكونه په مختلفو پړاوونو كې جوړ كړي، د پروګرام رييس بسم اله بسمل وويل:
"موږ نهه سوه او پنځه ويشت كيلو متره كليوالي سړكونه پلان كړي دي، چې درې سوه كيلومتره يې تراوسه جوړشوي او د راتلونكي كال ترپاى پورې غواړو، چې پاتې يې سرته ورسوو او د دوهمې درجې سړكونه، چې له ولسواليو څخه ولسواليو ته تيريږي، اوه سوه اويا كيلو مټره په پام كې نيول شوي، چې د دوى هم نيمايي برخه بشپړه شوې او په راتلونكي كال كې به دا هم سرته ورسيږي."
ښاغلي بسمل داهم وويل، ني رپ يا په افغانستان د كليوالي سړكونو د جوړولو پروګرام له دوه زره دوطيم ميلادي كال د افغانستان په څلوردېرشو ولايتونو په كاربوخت او تراوسه يې نهه زره اوپنځه سوه كيلو متره كليوالي سړكونه، اته زره او څلورسوه متره استنادي ديوالونه او د څه كم دوه كيلومترو په اوږدوالي واړه پلونه جوړكړي دي، چې د هېواد د اته زره كليو اوسيدونكو ته يې اسانيتاوې برابرې كړي دي.
د دې پروګرام د معلوماتو له مخې، له اتو كالو راهيسې د پروګرا له پروژو سره د نړۍ د مختلفو مرستندويانو له خواد درې سوه او پنځوس ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه شوې ده، چې تراوسه كابو يوسلو شپېته ميليونه ډالره په پروژو لګيدلي او د پاتو ژمنې يې شوي دي.
خو د افغانستان اكثره خلك، د دى پروژو د كارونو له كيفيت څخه شكايت كوي، په دې هكله مسوولين وايي، چې د فوايد عامې او د كليو د پراختيا وزارتونو د هېواد په ټولو ولايتونو كې د څارنې ډلې ګمارلي او په نوى كال كې به د دې كارونو څارل د تېرو كلونو په نسبت جدي وي.
راپور: خان محمد سيند