انټرنشنل هرالد ټربېون ورځپاڼې د دغو خبرو په اړه ېوه تحلېل خپور کړی او لېکي چې په پاکستان کې چې ډېموکراتېک سېستم واکمن دی د پوځ د مشر له خوا د خبرو اجندا ټاکل ېو غېرمعمولي اقدام دی.
د ورځپاڼي په وېنا په واشنګټن کې په دغو خبروکې به په افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو او په دې هېواد کې د هند د نفوذ په اړه هم بحث وشي.
د انټرنشنل هرالد تربېون ورځپاڼې د دې تحلېلي مقالې مهمې برخې نورياس نوري پښتو ته ژباړلي:
امرېکاېې انټرنشنل هرالد ټربېون ورځپاڼې په خپله وروستی ګڼه کې په واشنګټن کې دامرېکا او پاکستان ترمنځ د ستراتېژېکو خبرو په اړه ېوه مقاله خپره کړې ده چې سرلېک ېې دی (د خبرو لپاره د پاکستان اجنداوې د دې هېواد دوسله والو ځواکونو لوی درستېز ټاکي.)
ورځپاڼه لېکي، په پاکستان کې پرملکي حکومت د پوځ د برلاسي واک ېوه نښه داده چې د دې هېواد د وسله والو ځواکونو لوی درستېز جنرال اشفاق کېاني به روانه اونۍ په واشنګټن کې د مهمو غونډو یوبا نفوذه ګډونوال وي.
په پاکستان کې د دغو خبرو پراجنډاوو کېاني ډېرکارکړي. که څه هم د وزارتونو په سطحه د دغو خبرولپاره د پاکستاني هيېت مشري د بهرنېو چارووزېر ته ورله غاړې شوې، خو دا جنرال کېانې وو چې د بهرنېو او مالي چارو د وزېرانو په شمول ېې د مهمو وزارتونو مسولېن خپل پوځي مقر ته ورغوښتې و او د دغو خبرو د اجنډاوو پرجزېاتو ېې ورسره خبرې کړې دي، د ورځپاڼې په وېنا دا په ېوه ډېموکراتېک سېستم کې ېوغېر معمولې اقدام دې.
انټرنشنل هرالډ ټربېون لېکي، د بهرنېو چارو وزېر شاه محمود قرېشي په عام محضر کې د یوه ویاند رول لوبولی او د پاکستان غوښتنې ېې مطرح کړي اوپه دې ېې ټېنګار کړی چې واشنګټن ته پکار ده چې د پاکستان لپاره زېات څه ترسره کړي.
د ورځپاڼې په وينا د قرېشي د غوښتنې په اساس د امریکا د بهرنېو چارو وزېرې هېلرې کلينټن له دې سره موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وزېرانو په سطحه خبرې دې د روان کال په مني کې ترسره شي.
د ورځپاڼې له دې لېکنې سره سم دغه خبرې به له دې سره مرسته وکړي چې د پاکستان او د متحده اېالاتو ترمنځ اړېکې په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو پرضد د جګړې لوبه وروستې پړاوته داخله شوې، تعرېف شي.
دې مسلې ته پام سره اوهمداشان د دغو خبرو د اجندا په تنظېمولو کې د جنرال کېانې د رول پرسر، په پاکستان کې چې د پوځي واکمنيو اوږده سابقه لري، اندېښنې زېاتې شوې دې.
د پاکستان د اقتصادې چارو مخکښې ورځپاڼې بېزنېس رېکارډر په خپله سرمقاله کې وړاندېز کړی چې د صدراعظم ېوسف رضا ګېلانې ملکي حکومت باېد له دې زېات په قوت عمل وکړي او داسې ېوه فضا رامنځ ته نه کړې چې پوځ ته د مداخلې لاره هواره کړي.
سرمقاله دغه راز واېي ،حکومت ته پکار ده چې ملکي واکمنې مضبوطه کړي نه داچې خپل مسولېتونه لکه د وزارتونو ترمنځ د هماهنګۍ چارې چې پوځ پرمخ وړې وې، نورو ته انتقال کړي.
انټرنشنل هرالډ ټربېون په پاکستان کې د امرېکا د سفارت د وېاند له قوله لېکي چې د پاکستان د پوځ لوی درستېز د شنبې په ورځ په تامپاکې د امریکا له مرکزې قومندانۍ څخه کتنه وکړه.نن په پنتاګون کې د امریکا د وسله والو ځواکونو له لوی درستیزادمیرال مایک مولن او دامریکا د دفاع له وزیررابرت ګیټس سره ګوري.
دی به همدارز د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو په وزارت کې د میرمن کلینټن او قریشي ترمنځ په پرانسیتونکو خبرو کې هم برخه واخلي.
د دواړو هیوادونو چارواکو دې ورځپاڼې ته ویلي چې دغه خبرې به ترډیره حده د دواړو هیوادونوپراړیکو چې له څوکلونوراهیسې ترینګلې دي، متمرکزې وي چې په څه ډول کیدای شي د دواړو هیوادونو ترمنځ د باوریوه فضا رامنځ ته شي.
خو له افغانستانه د امریکا داحتمالي وتلو او د هند په اړه د پاکستان داندیښنو پرسر پیچلیتیا به چې د دی خبرو نوراساسي موضوعات جوړوي د دې سبب شي چې د خبرو دغه پړاو به ډير سخت وي.
د اسلام اباد په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکواستاد رفعت حسین انټرنشنل هرالډ تربیون ته ویلي چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو په اړه دافغان حکومت هڅو ته په پام سره چې په پاکستان کې مهمې اډې او متحدین لري، د پاکستان حکومت به وړاندیز وکړي چې دی ته تیار دی چې په هرډول خبرو کې منځګړیتوب وکړي.
هغه ویلي چې د پاکستان پیغام به داو ي چې که تاسو غواړﺉ طالبان د خبرو میز ته کینوﺉ، نو باید له موږ سره خبرې وکړﺉ.
د طالبانو پرضد د پاکستان ورستیو اقداماتو په تیره بیا د ملاعدالغني برادر دنیولو پرسر له افغانستان سره یوه نوې لانجه راپورته کړې. دافغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي پخواني خاص استازي کای ایډې د تیرې جمعې په ورځ وویل چې د ملابرادر په نیول کیدو سره له طالبانو سره د تماس اړیکه پرې شوه.
دانټرنشنل هرالډ ټربیون په وینا په افغانستان کې د هند د مخ په پراخیدونکي نفوذ مسله هم د پاکستان د خبرو داجنډا په سر کې ځای لري.
د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې پاکستان به په دې اړه چې هند به د امریکایي او ناټو ځواکونو په دستور افغان ځواکونه وروزي، خپله نارضایتي په ښکاره بیان کړې.
پاکستاني څیړونکي وایي چې پاکستان هم دافغان ځواکونو د روزنې لپاره وړاندیز کړی خو ډیره لرې بریښي چی دغه وړاندیزته دی مثبت ځواب وویل شي خو د دوی په وینا پاکستان به پرواشنګټن فشار راوړي چې د هند د دغه وړاندیز مخه ونیسي.