د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۸

پاکستان له امریکا سره په اوږدمهالې همکارۍ خبرې کوي


د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر وايي چې د ده هېواد له امریکا سره د اوږدمهالي هراړخیزې همکارۍ غوښتونکی دی.

په پام کې ده چې د پاکستان د بهرنیوچارووزیر شاه محمودقریشي او د امریکا د بهرنیوچارووزیره هیلیري کلېنټن د مارچ په ۲۴مه نېټه په واشنګټن کې په خپله کتنه کې د دواړو هېوادو ترمینځ د ستراتیژیکې همکارۍ پر موضوع خبرې وکړي.

راپورونه وايي چې پاکستان به د تروریزم پرضد له مبارزې نیولې تر انرژۍ، اقتصاد، معارف، کرنې او مخابراتي ټکنالوژۍ پورې په لسو مهموبرخو کې امریکا ته دهمکارۍ وړاندیز وکړي.

د انګریزي ژبې ایکانومسټ مجلې په باور، پاکستاني هیات ډاډه دی چې امریکا به د اسلام اباد اندیښنې درک کړي، یعني یوه لور ته یې د هند غښتلتیا ده، بل لور ته یې له ایران سره نامعلومه اړیکي دي او په افغانستان کې بیا د هند مخ پر زیاتیدونکي فشار ته اندیښمن دی.

یو شمیر سیاسي څیړونکي په دې باور دي چې د ملا برادر نیول د پاکستان د ستراتیژۍ د بدلون نښه ده خو یو شمیر نور د ایکانومسټ په وینا داسې انګیري چې پاکستان دغه مشران د دې لپاره نیولې دي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې دوی ته نور محتاجه وي. یو شمیر رسنیو داسې رپوټونه ورکړې دي چې ملا برادر هغه څوک و چې د پاکستان له اجازې پرته یې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړې وې.
XS
SM
MD
LG