د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۳

ايوانوف:په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد مبارزه کافي نه ده


د روسيي د مخدرو موادو پرضد د مبارزې ډايركټر ويكتورايوانوف
د روسيي د مخدرو موادو پرضد د مبارزې ډايركټر ويكتورايوانوف

د روسيي د مخدروموادو پرضد د مبارزې مسولين وايي، چې د مخدرو موادو كښت، توليد او قاچاق، نن سبا په يوې نړېوالې ستونزې اوښتى او پرضد يي بايد مبارزه نوره هم جدي او پراخه شي.دوى دا هم وايي، د ملګرو د امنيت شورا بايد دې ستونزى تدابير ونيسي.

د روسيي د مخدرو موادو پرضد د مبارزې ډايركټر ويكتورايوانوف د سې شنبې په ورځ ناوخته په كابل كې د روسيي په سفارت كې خبريالانو ته وويل، چې دوى څو شيبې مخكې د همدې ستونزو د كمولو لپاره د نړۍ د پنځلسو هېوادونو له استازېو سره يوه ناسته درلوده، چې ټول په كې په دې نظرو، چې د مخدرو موادو پرضد روانه مبارزه كافي نه ده او پراخېدو ته يي، د نړۍ د ډيرو هېوادونو مرسته ضروري ده.

ويكتورايوانوف وويل:

"له افغانستان څخه په درې لارو مخدرمواد اروپا او امريكا ته رسيږي، يو د ايران او تركيي له لارې، بل د پاكستان او هند له لارې او بل د منځنی اسيا د هېوادونو له لارې.

په دې صورت كې، له قاچاق سره مبارزه له افغانستان څخه بهرهم ضروري ده."

ښاغلي ایوانوف زیاته کړه، د همدې درېولارو څخه كابو نوي فيصده مخدرومواد د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسيږي.او قاچاق كوونكوهڅه كوي، چې د خپلو ګټو په خاطر افغانستان د پيسو او وسلو په زور ناكراره وساتي.

ايوانوف دا هم وويل، چې په اوسنيو شرایطو كې په كارده چې د افغانستان د ګاونډېو او د نړۍ د يو شمېر نورو هېوادو په مشوره او مرسته د مخدرو موادو د كښت، توليد او قاچاق د مخنيوي لپاره نوى ستراتيژى جوړه كړي.


ايوانوف په افغانستان كې له سوله ساتو ځواكونوهم وغوښتل، چې په دې مبارزه کې د افغانستان نور ملاتړهم وكړي.

كابو كال مخكې د افغانستان او روسيي ترمنځ يو تړون لاسليك شوی و، چې له مخې يي روسيي منلې وه، چې د مخدرو موادو د لويو قاچاق كوونكو په معلومولواو نيولوكې له افغانستان سره مرسته كوي.

خو كارپوهان وايي، روسيي هم تراوسه په دې لاره د پام لاسته راوړنه نه ده ښودلې.

راپور : خان محمد(سيند)
XS
SM
MD
LG