د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو نوي ځانګړي استازې د افغان ولسمشر دا پریکړه وستایله، چې د انتخاباتو د څارونکو په برخه کې یې خپل فرمان لغوه کړی دی.
تېره میاشت حامد کرزي د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو د کمسیون له پنځه کسه ییز پلاوي څخه درې بهرنیان لرې کړل، چې د لویدیځ او په افغانستان کې د ننه د اپوزسیون ډلې له سخت مخالفت سره مخامخ شو.
د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د شکایتونو د اورېدو په کمسیون کې د ملګرو ملتو له لورې درې بهرني ټاکل شوې و، چې بیا یې د درغلیو تور پورې کړ او د حامد کرزي له درېو برخو راییو یې یوه باطله اعلان کړه.
تېره میاشت، چې کله د انتخاباتو د شکایتونو د اورېدو له کمسیونه بهرني لرې شول نو ډیرو داسې باور وکړ، چې په راتلونکي سپتمبرکې به د ملي شورا انتخابات شفاف او ازاد تر سره نه شي.
خو حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو له نوي استازي سټیفین ډي میسټورا سره د سې شنبې په ورځ په خپلې لومړۍ کتنې کې وویل، ملګري ملتونه کولای شي چې د انتخاباتو د شکایتونو د اورېدو د کمسیون دوه بهرني غړي وټاکي.
په کابل کې له حامدکرزي سره د خبرو په اړه دې میستورا وویل، ما له ښاغلي کرزي سره ډیرې ګټورې خبرې وکړې، ده ماته وویل، چې د انتخاباتو د شکایتونو د اورېدو د کمسیون دوه غړي به بهرنیان وي او ملګري ملتونه کولای شي چې دغه کسان وټاکي.
د افغانستان د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر وویل، دواړو ولسمشر کرزي او ځانګړي استازي دی میستورا د ملي شورا پر انتخاباتو خبرې وکړې چې څرنګه سم ترسره کېدای شي.
د ولسمشر په تېرو انتخاباتو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی کای ایډی و، چې د هغه مرستیال پیتر ګالبریت خپل مشر تورن کړ چې په انتخاباتو کې شوې درغلۍ پټوي او دې کار د ولسمشر کرزي بیا ټاکل کېدو ته لاره هواره کړه. کای ایډې دغه تورونه رد کړي و او ګالبریت برطرفه شو.