ملي ارمان:
د ملي ارمان ورځپاڼې د نن ورځې د ګڼې په سرمقالې كې د كندهار د پېښوپه اړه تبصره كړې او د كندهار د امنيت د ټينګښت په برخه كې يې د امنيتي ځواكونوهلې ځلې كمزورې بللي دي.
دې ورځپاڼې په يوبل مطلب كې په افغانستان كې د نړېوالوځواكونو فعاليتونه څيړلي او په غټو ټكوكې يې ليكلي، چې په دې هېواد كې د ناټو د ځواكونو د ماتې مهم علت په دې ځواكونو د خلكو بي باوري ده.
نوموړي ورځپاڼې د حوت يا كب په څلورويشتمه د هرات د خلكو د پاڅون په اړه هم يوتفصيلي مطلب ليكلى او هغه يې د پخواني شوروي اتحاد د لاس پوڅي رژيم په وړاندې د دې هېواد د خلكو څرګنده زړورتيا بللې ده.
انیس:
د انيس دولتي ورځپانې هم د كندهار وروستيو پېښو ته د اشارې ترڅنګ د جمهوررييس حامد كرزي اود پاكستان د صدراعظم د تیلیفوني خبرو راپورهم خپوركړی دى.
ورځپاڼې ويلي، چې ولسمشركرزي د كندهاراو د پاكستان د لاهور ښار وروستيو حملو ته په اشارې د تروريزم په وړاندې په ګډې مبارزې ټينګاركړى.
دې ورځپانې په خپلې سرمقالې كې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ماموريت په اړه تبصره كړې اوليكلي يې دي، چې د دې هېواد خلك د ملګرو ملتونو د سازمان لا مرستو ته اړتيا لري.
ویسا:
د ويسا ورځپاڼې هم د كندهار د وروستيو خونړېو پېښو په اړه ليكنه خپره كړې او ويلي يي دي چې د دغه ډول ډار اچوولو ځواب يوازې يو ملي منظم خوزښت وركولى شي.
دغې ورځپاڼې ليكلي چې په كندهار ښار وروستۍ حملې بهرنيوځواكونوته لوى ګواښ بلل كيږي.
نوموړې ورځپاڼې په ايران كې د افغان بنديانو د وضعې په اړه هم تبصره كړې او پوښتنه يې كړې، چې په ايران كې د افغاني زندانيانوغوښتنو او هيلو ته به څوك ځواب ووايي.
په افغانستان كې د سولې هڅې او سولې ته د رسېدو په اړه وړانديزونه د دې ورځپاڼې نورمهم مطالب دي.
اصلاح او هېواد:
د اصلاح اوهېواد دولتي ورځپاڼو يوشمېرڅيړنيزمطالب خپاره كړي.
هېواد د كندهار پېښوته اشاره كړې اوليكلي يې دي، چې دغو پرله پسې خونړېو حملو په كندهار كې خلكو ته يوځل بيا امنيتي اندېښنې پيدا كړي دي.
خو اصلاح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې په افغانستان كې د بې كاريو ستونزې ته اشاره كړې او ليكي، چې بې كاري د ټولنې ستونزې اون اخوالې لا ډيروي.
سرنوشت:
د سرنوشت ورځپاڼې هم د كندهار د وړمې شپې پېښو ته اشاره كړې او ليكلي يي دي چې په دې ولايت كې د پوځي عملياتو له پېلېدو مخكې لسګونه كسان په وينو كې ولمبېدل.
د مطلب ليكوال ويلي دي، چې نړېوال ځواكونه په پام كې لري له مارجې نه وروسته په كندهار ولايت كې پراخ پوځي عمليات ترسره كړي خو د مارجې اوسيدونكي همدا اوس هم له ډيرو ستونزو سره مخامخ دی.
دې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې د افغانستان د انتخاباتو په اړه او دا چې دوه تنه بهرنيان به د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون غړيتوب ترلاسه كړي هم يومطلب ليكلى او پوښتنه يې كړې چې دغه بهرنيان په كوم اساس د انتخاباتي شكايتونو كميسيون ته منل كيږي.
افغانستان ټایمز:
افغانستان ټايمز ورځپاڼه، چې په انګليسي ژبه خپريږي هم د كندهار ښار د وروستيو حملو په اړه يو مطلب خپوركړى او ليكي چې دا په دې ولايت كې د افغان او بهرنيو ځواكونو له پېلېدونكو پوځي عملياتوڅخه د وسله والو مخالفينو د اندېښنوڅرګندويي كوي.
د مطلب ليكوال ليكلي، چې د دغو تروريستي بریدو په كولو سره تروريستان غواړي چې په كندهار كې د كيدونكو پوځي عملياتومخه ونيسي.
هشت صبح:
د هشت صبح ورځپاڼې ليكلي، چې وسله والو طالبانو د دغو حملو په ترسره كولو په خلكو كې ويره زياته كړې.
دې ورځپاڼې د مشرانو جرګې د ځينو چارواكو څرګندونې هم خپرې كړي، چې په كې ويل شوي دوى به د كندهار ښار د وروسيتو پېښو په اړه د نوموړي ولايت له امنيتي چارواكو څخه جدي پوښتنې وكړي او د هغوی امنيتي وړتيا به وڅيړي.