د کندهار والي د دې ښار د تېرې شپې له دولسوسختو بمي او ځانمرګوبریدونو وروسته دې ولایت ته د زیاتو امنیتي او استخباراتي ځواکونو د ورلېږلو غوښتنه وکړه .
د کندهار د تېرې شپې په بمي حملو کې چې د شپې په اته بجې پیل شوې او تریوولس بجو پورې یې دوام وکړ۳۵ تنه وژل شوي او۵۵ نور ټپیان شوي دي .
د کندهار والي توریالي ویسا وویل چې د تېرې شپې په بریدونو کې دوه موټر بمونه، شپږځانمرګي بریدونه او څلوربمي چاودنې وې .
د هغه په وینا د طالبانو د حملې اصلي هدف د کندهار محبس او د امنیې قومنداني وه خو په دې بریالي نه شول چې کوم بندي خوشي کړي.
د کندهار د سرپوزې پر محبس کابو دوه کاله وړاندې هم طالبانو برید کړی وو او له هغه څخه یې زر تنه بندیان خوشي کړي ول .
په کندهار ښار کې امنیتي چارواکو وویل چې د طالبانو د حملې اصلي هدف د دې ولایت محبس وو چې څوکاله مخکې یې په ورته حملو کې ترې شاوخوا زر تنه بندیان خلاص کړي ول .خو د دوی په وینا طالبان په خپل دې هدف کې پاتې راغلي دي .
خو وسله وال طالبان وايی چې د دوی د دې بریدونو ، چې ډېر عام کندهاریان پکې وژل شوي دي ، پیغام دا وو چې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال مک کرسټل ته ووايي چې دوی د کندهار د ښار په زړه کې هم دا ډول بریدونه کولی شي .
د کندهار د حملو او په دې باب د دې ولایت د والي د څرګندونو په باب په کندهار کې د ازادۍ راډیو د خبریال دواخان مینه پال مرکه په کیڼ لاس کړکۍ کې واورﺉ