په كابل كې د امريكا د سفارت چارواكي وروسته له هغې د افغانستان او پاكستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي ريچرډ هولبروك د څرګندونو سپيناوى كوي، چې د پښتنو په اړه دغو څرګندونو د يو شمېر كړيو او خلكو غوصه راپارولې ده.
په كابل كې د امريكا د سفارت شارژدافير فرانسس ريچرډ ډوني له ازادي راډيو سره په ځانګړې مركې كې وويل، د هولبروك له خبرو ناسم تعبير اخيستل شوى:
"په حقيقت كې د امريكا متحده ايالات په دې باور نه دي، چې د افغانانو په هرې كورنۍ كې يو طالب شته دى. داسې راپورونه له منطق نه لرې دي او زما په فكر دا هغه څه نه دي، چې د افغانستان او پاكستان لپاره يې د امريكا ځانګړي استازي ورته اشاره كړې.
په حقيقت كې ښاغلي هولبروك ويلي دي، چې د حامد كرزي د پخوانيو خبرو ملاتړ وكړي، چې ويلي يې و، هغه طالبان چې له القاعده سره اړيكي نه لري د دې خاورې بچيان دي."
د ريچرډ هولبروك دغه څرګندونې د افغانستان د ملي شورا د مشرانو جرګې له خوا هم د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره وغندل شوې، همداراز مطبوعاتو هم پرې تاوده بحثونه وكړل.
د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانګړي استازي همداراز ويلي و، چې په افغانستان كې د سولې هڅې په امريكا پورې اړه نه لري.
د يوې پوښتنې په ځواب كې چې ايا دا په دې معنى ده، چې امريكا په افغانستان كې د سولې د بهير ملاتړ نه كوي، ريچرډ ډوني وويل، امريكا په افغانستان كې عادي ژوند ته د ټيټ پوړيو وسلوالو طالبانو چې له جګړې لاس اخلي له راګرځيدلو سره مرسته كوي.
هغه زياته كړه، خو بل خوا له وسلوالو مخالفينو سره ستراتيژيكې سياسي پخلاينه ده، چې دا يوه امريكايي نه بلكې د افغانانو خپله پروسه ده او د امريكا په ګډون يې نړيواله ټولنه ملاتړ كوي.