د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۲

په عراق کې پارلماني انتخابات له تاوتریخوالي سره مله وو


په عراق کې د نن یکشنبې ورځې پارلماني انتخاباتو په بهیر کې د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي. په همدې حال کې راپورونه وايي چې خلک د چاودنو او بمي حملو له ګڼو پېښو سره سره د رايو مرکزونو ته ولاړل او په انتخاباتو کې يې برخه واخیسته. دا هغه څه و چې صدراعظم نوري المالکي د دې هېواد له خلکو غوښتي و.

ددې راپورونو له مخې نن سهار د رایو ورکولو د بهیر له پیل سره په بېلابېلو ښارونو کې د بمي چاودنو لړۍ پیل شوه او د رایو ورکولو پر مرکزونو راکټي حملې وشوې.

نړیوال خبري آژانسونه د سیمه ایزو چارواکو په حواله لیکي چې په دې پېښو کې ۲۴ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. ډېره مرګ ژوبله په پایتخت بغداد کې شوې ده چې دولس کسان وژل شوي دي.

په عراق کې د انتخاباتو د امنیت ټینګولو په مقصد په ټولو سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او عراقي پولیس او امریکايي عسکر، په تیارسۍ حالت کې په بېلابېلو سیمو کې ځای پرځای شوي دي.

د عراق په پارلماني انتخاباتو کې اتلس سیاسي ګوندونه برخه اخلي او په مجموع کې له شپږزرو زیات کاندیدان د درې سوه دوه پنځوس څوکیو لپاره سیالي کوي.


رای ورکوونکي په دې هیله په انتخاباتو کې ګډون کوي چې د دوی په جګړه ځپلی هېواد کې به د انتخاباتو په نتیجه کې ثبات راشي.
یوه رای ورکوونکي وویل، چې په بغداد کې د رای کولو یوه مرکز ته تللی و، وویل، هېڅ راز حملې او وېرونې به د رای ورکولو لپاره د خلکو اراده کمزورې نکړي:

((سهار موږ د ډېرو چاودنو غږ اورېد. د رای ورکولو مرکز ته نژدې هم سهار وختي چاودنې وشوې. دا چاودنې وروورو نژدې کېدې او وروسته بیا دلته یو هاوان هم ولګېد. خو چاودنې موږ نشي وېرولای. موږ د ایمان او عقیدې خلک یو، رایې به ورکړو. پرېږده تروریستان چې هر پیغام غواړي خلکو ته یې ورکړي.))
ځايي خلک د هغه نړیدلي ودانۍ پر ماتو ګوډو ولاړ دي چې د یکشنبې په ورځ په بغداد کې په یوه چاودنه کې ونړید.


په رای ورکوونکو کې یوه مېرمن چې زوی یې د تاوتریخوالي په یوه پېښه کې وژل شوی هم برخه لرله. دې په کوت ښار کې په صندوق کې د خپلې رايې له استعمالولو وروسته وویل:

((زه ځکه رای ورکولو ته راغلې یم چې زما زوی وژل شوی دی او زه غواړم په دې توګه د هغه غچ واخلم. ما ښايي خپل زوی له لاسه ورکړی وي، خو خپله رایه مې له لاسه نه ده ورکړې.))

د عراق صدراعظم نوري المالکي چې نن یې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې رایه ورکړه، په عراق او نورو ښارونو کې چاودنې یوازې یو غالمغال جوړول وبلل، ویې ویل چې دا به د عراق د خلکو روحیات کمزوري نکړي:

((عراقیان د خپلې رایې پر اهمیت پوه شوي دي. دا انتخابات د نوي حکومت او پارلمان په جوړولو کې رول لري او د هېواد پر سیاسي بهیر اغېز کولای شي. نو ځکه زه د عراق پر خلکو غږ کوم چې په انتخاباتو کې ګډون او خپل انتخاب په سم ډول وکړي.))

څارونکي وايي، د دې انتخاباتو تر ټولو زیات اهمیت په دې کې دی چې امریکا په نژدې راتلونکي کې له عراقه د خپلو ځواکونو د اېستلو اعلان کړی. په پام کې ده چې په راروانو شپږو میاشتو کې له ټولو یولک امریکايي پوځيانو څخه نیمايي له عراقه ووزي، او په داسې یوه حالت کې به نوي حکومت ته ډېر مسوولیتونه ورله غاړې وي، څو دا هېواد د سولې، ثبات او پرمختګ پرلور روان کړي.

کارپوهان د دې انتخاباتو بل مهم ټکی دا ګڼي چې تېرځل سنیانو له انتخاباتو سره مقاطعه کړې وه خو دا ځل یې برخه پکې اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG