د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

یکشنبې د کب ۱۶مه


ارادې ورځپاڼې له ايران څخه د افغان كډوالو د ويستلو په موضوع بحث كړې
ارادې ورځپاڼې له ايران څخه د افغان كډوالو د ويستلو په موضوع بحث كړې

په کابل کې نننیو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼ مطالب لیکلي،چې دلته په یو ځانګړي مطلب کې رانغاړل شوي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې له ايران څخه د افغان كډوالو د ويستلو په موضوع بحث كړې او د خپل لومړي مخ په سر كې يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې ايران زر نور افغان كډوال هم له خپلې خاورې وويستل.

ورځپاڼې په دوام كې په نيمروز كې د كډوالو د چارو د ادارې په حواله ليكلي، چې دا افغانان په تيرو څلورويشتو ساعتونو كې د ريښمو د پله له لارې افغانستان ته شړل شوي.

ورځپاڼې د همدې مخ په يو بل مطلب كې د طالب مشرانو وروستيو نيولو ته په اشارې د سولې په بهير د هغې اغيزې څيړلي دي.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې دغو ستونزو ته په اشارې پوښتنه كړې، چې ايا د ولسمشر كرزي د سولې طرح به بريالۍ شي.؟

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په كابل ښار كې د امنيتي تدابيرو د موثره كولو لپاره د ولسمشر كرزي په مشري د امنيتي غونډې په دې پريكړې بحث كړې، چې له مخې يى له استثنا پرته بايد د ټولو موټړو څخه تورې شيشې لري.

ورځپاڼې ليكلي، چې كابل ښاريان د دې پريكړې كلك ملاتړ كوي، ځكه د دوى په وينا د فساد جړره هم دغه د تورو شيشو موټرې دي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د بيان د ازادۍ مسئله څيړلي او ليكلي، چې په تيرو اتو كلونو كې لاس ته راغلې دا بريا بايد خوندي شي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د طالبانو د جوړښت په اړه د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي ريچارډ هلبروك په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او ليكلي، چې دې بايد د پښتنو پر ضد د خپلو څرګندونو په اړه بښنه وغواړي.

هالبروك په خپلو وروستيو څرګندونو كې ويلي، چې طالبان د پښتنو يو پاڅون دې او د دوى له خوا يى ملاتړ كيږي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د رسنيو او ديموكراسۍ په اړه هم يو مطلب خپور كړې او د دوى ترمنځ شته ستونزې څيړلي دي.

ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې يو ځلې بيا په كابل ښار كې د هوا ككړتيا ستونزه انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې دا په كابل كې د څو بېلابېلو ساري ناروغيو سرچينه ده.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې د سولې روان بهير ته ځانګړې كړې او د امريكا د ځانګړي استازي په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې د سولې او پخلاينې په دې بهير كې امريكا شامله نه ده.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د ناټو پدې پريكړې بحث كړې، چې له مخې يى بهرني ځواكونه د شپې له خوا د كيدونكو عملياتو مشري افغان ځواكونو ته سپاري او ليكلي، چې افغانان د دا ډول وحشت پاى غواړي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ډيلې ټيليګراف ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې افغان پوځ غواړي خپلو ليكو ته جګړه ماران جلب كړي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې پينټاګون له دې طرحې تود هركلې كړې او ليكلي، چې دا به پر طالبانو يو سخت ګزار وي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلا بېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصر خپاره كړي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د پوهنې د بنسټيزه كولو په مسئلې بحث كړې او هغه يى د پوهنې د كيفيت د لوړولو لپاره مهم بللې دې.

خو اصلاح بيا هم په بهرنيو هېوادونو كې د پرتو افغان كډوالو ستونزې ژړلي او ليكلي، چې دوى په ناوړه حالت كې ژوند كوي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې له طالبانو سره د سولې مسئله څيړلې او ليكلي، چې دوى اوس يوازې د زور ژبه پيژني او وروسته له هغې، چې كمزورې كړاى شي بيا دې د سولې مسئله مطرح شي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا د ناټو د ځواكونو د عمومي قومندان په حواله ليكلي، چې اداري فساد او د خلكو بې باوري په افغانستان كې بريا له ستونزو سره مخ كوي.

ورځپاڼې د ښځو د نړيوالې ورځې په پلمه په افغانستان كې ښځو ته ورپېښې ستونزې څيړلي او ليكلي، چې دا ستونزې يوازې په سياسي شعارونو سره نه هواريږي.
XS
SM
MD
LG