دوى د تاراوبدلو اوجوړولوعصري سامان الات غواړي، بل لورته ګڼې ښځې چې وزګارې دي د تاراوبدلو او د وړو صنايعو په نورو برخوکې د زده کړې وړتيا لري، خو امکانات ورته برابرول غواړي.
د شريفې په نامه يوه مېرمن په ننګرهار ولايت کې په بېلابېلو وړو کسبونو اوصنايعوکې د يو پراخه پروګرام چلوونکې ده.
د شريفې په هڅو د ننګرهار د مهاجرينو په شېخ مصري کېمپ کې لسګونه ښځې د تاراوبدلو اولاسي صنايعو په برخه کې روزل کېږي، چې لاسته راوړنې اوستونزې دواړه لري، خو ګڼې نورې ښځې بيا په کې وزګارې هم دي.
شريفي چې په شيخ مصري کې تر ٢٠٠ تنو زياتو مېرمنو ته د تار جوړولو په برخه کې د کار زمينه برابره کړې خوښه ده، چې وزګارې مېرمنې يې په کار ولګولې دا چې شريفې څنګه او کله دې کاراوبارته مخه کړې نوموړې په خپله وايي:
له ډېر واړه کارو بار نه اوس دې حالت ته رسيدلې چې دېري ميرمني يې په کار بوخت کړي.
شريفه وايي: له يوه اړخه يي بې وزلو ښځينه وته د کار زمينه برابره کړې، بل پلو په خپله ډېر عوايد هم لري.
په شېخ مصري کې ګڼې ښځينه د تارپه جوړولو بوختې دي، دوي وايي له هغه وخت چې يي تار اوبدنه پيل کړې په ژوندانه کې يې مثبت بدلونونه راغلي.
سره له دې چې په شېخ مصري کې تر ٢٠٠ تنو زياتې مېرمنې په کار مصروفې دي، سلګونه نورې وزګارې او د کار په لټه کې دي.
ځينو دا ډول مېرمنو وويل: حکومت بايد ورته کار ومومي،خو مېرمن شريفه وايي، د قالينو لپاره د مېږو او پسونو له وړېو نه تار اوبدنه ښه مارکېټ لري.
يوه مېرمن په لاس هره ورځ يوه کيلوګرام تار جوړوي، چې که ماشين واى ٣٠ کيلو جوړولى شي، شريفه وړانديځ لري، چې که مرستندويه ټولنې مېرمنو ته د تار اوبدنې ماشينونه واخلي چې ٤٠٠٠ افغانۍ بيه لري، د دې ښځو په ژوند کې به اوچت بدلونونه رامنځته شي.