د افغانستان د ماليي وزيرهڅه كوي، چې په لږه موده كې د ملي عواېدو په زياتولو سره، له دوستو هېوادو څخه د مرستوغوښتنه كمه كړي.
د ماليي وزيرعمرزاخيلوال، چې د يكشنبې په ورځ يي د مشرانو جرګې ته د يوزرو درې سوه نهه اتيايم لمريزكال بود ېجه تشريح كوله ويي ويل، چې سږكال، د تېرو كلونو په نسبت ملي عوايد زيات شوي، خو لاكافي نه دي او هڅې روانې دي، چې داعوايد نورهم زيات شي.
د ماليي وزيرزیاته کړه، د راتلونكي لمريز كال بودیجه، يوسلو پنځه لس ميليارده افغانۍ ده، چې څه د پاسه پنځه شپيته فيصده به يي د ملي عوايدو له لارې تمويل شي.
همدارنګه ده، د هېواد انكشافي بودیجه شاوخوا دوه اتيا، اعشاريه پنځه ميليارده افغانۍ وښوده.
او همدارنګه د ماليى وزيرله مشرانو جرګې وغوښتل، چې ژرترژره پربودیجه بحثونه پيل او ملاتړ يي وكړي.
د مشرانو جرګې ريئس حضرت صبغت اله مجددي ، هيله وښوده، چې په پام كې نيول شوي بودیجه به تر ډيره ځايه د دولتي ادارو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي:
"دا، چې كال په كاّل د هېواد ملي بودیجه زياتيږي دا د خوښى ځاى دى، هيله ده چې ملي عواېد دومره زيات شي، چې هېواد د بهرنيو مرستو پرته خپلې اقتصادي چارې پرمخ بوزي."
د قانون له مخې، پر بودیجي د بحث صلاحيت يوازې د مشرانو جرګې ته وركړل شوی دی او ولسي جرګه دا حق لري، چې يايي رد اويا يي تاييد كړي.
سره له دې، چې د ماليي وزارت د ملي عواېدو د زياتوالي خبرې كوي خو خلك وايي، چې په دولتي ادارو كې فساد ترډيره ځايه دعوايدو د زياتولو مخه نيسي.
خو د ماليي وزارت وايي، دولت د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره مبارزه پراخه اوجدي كړې ده.