د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۷

حقجو:زموږ د اقتصاد بازار له نړېوالو نورمونو سره اړخ نه لګوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، د سوداګريزو قوانينو نه پلي كېدل، له سوداګرو سره د دولت نه همغږي او پر سوداګريزو قوانيونو د سوداګرو نه پوهېدل د دې لامل شوي، چې په هېواد كې د ازاد بازار په سيستم كې ستونزې را ولاړې شي.

د سوداګرۍ او صنايعو د خونې چارواكي وايي، افغان سوداګرو ته د عامه پوهاوي د پروګرامونو پيل به وكړای شي، چې په دې برخه كې را ولاړې ستونزې هوارې كړي.

د سوداګرۍ او صنايعو د خونې ريس محمد قربان حقجو وايي، د سوداګرۍ د تعديل شوي قانون سم پلي كول او سوداګرو ته عامه پوهاوي به وكړای شي د ازاد بازار سيستم بيرته ښه كړي:

"په تېرو كلونو كې، چې د ازاد بازار په اړه كومې پوښتنې را منځ ته شوي وي هغه د ازاد بازارپه انتخاب كې مشكل نه وو بلكې مشكل د ازاد بازار په برخه كې د قوانينو سم نه پلي كيدل وو، يواځې د ښوو قانونو شتون كافي نه دى خو د ښو قانونو د ښه پلي كېدو لپاره نورو چارو ته هم اړتيا ده، چې د دې كارونو له ډلې يو هم د قانون د پلي كولو لپاره كلك تعهد دى."

د سوداګريزو چارو په نوي قانون كې له ګمركونو څخه د عواېدو راټولول، د ګمركونو د تشكيلاتو منظموالى، په واردونكو او صادردونكو توكو باندې څارنه، په ګمركونكو كې د تخلف له منځه وړل او د سوداګريزو توكو د ماليي وركولو په څرنګوالۍ ډير ټينګار شوى دى.

د سوداګرۍ او صنايعو خونه هم په دې قانون كې په راغلو بدلونونو د ټينګار ترڅنګ وايي، افغان دولت بايد له سوداګرو سره په دې برخه كې زياته همغږي را منځ ته كړي.

د افغانستان د سوداګرۍ سرپرست وزير وايي، چې دا قانون په نړېوالو نورمونو برابر جوړ شوى دى:

"د افغانستان د سوداګرۍ وزارت خپل هغه اصلي مسوليت، چې د قانونو جوړول دي ترسره كړي دي هغه قانون، چې د ازاد بازار چارې ګړندۍ او روښانه كوي او اړتيا ورته ليدل كېده منځ ته راغلي خو اوس ورته اړتيا ده، چې دا قانون خلكو ته روښانه شي د خصوصي سكټور په اړه، چې كوم ټكي په كې راغلي هغه بايد تشريح شي."

د اقتصادي چارو كار پوهان وايي، چې د سوداګريزو قوانينو په پلي كولو كې نه يواځې افغان دولت ناغيړي كوي بلكې خپله يوشمېر سوداګر هم د قانون تطبیق ته پاملرنه نه كوي.

خو يوشمېرافغان سوداګر له دولت څخه په ټينګه غواړي، چې د دوي د پانګو د ساتلو او د خپلو سوداګريزو چارو په پراختيا كې دې له دوي سره مرسته وكړي.
XS
SM
MD
LG