د دغه مركز د رسنيو مسوول رفيع الله الكوزى وايي، چي په هېواد كې د ماين ډېري قربانيان كوچنيان او ښځي دي.
نوموړي ازادي راډيو ته وويل، چې دوى د رسامۍ، سركس، ګرځنده سینما او نورو ټولنيزو پروګرامونو له لارې كوچنيانو ته د ماين خطرونه ښيي:
”موږ د بېلابېلو پروګرامونو لكه سركس، رسامۍ، ګرځنده سینما او نورو پروګرامونو له لارې ماشومانو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره اچول شوي دي.
په ټول افغانستان كې ۹۰ ډلې لرو، چې د عامه پوهاوي پروګرامونه مخته وړي.“
د ماين پاكۍ د چارو د همږغۍ د مركز چارواكي وايي، چې دوى هر كال په ټول افغانستان كې تر يو ميليون زياتو كوچنيانو او ښځو ته د ماين د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي زده كړي وركوي.
برېښنا په كابل كې د ماين د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي د پروګرام له لاري د ماين خطرونه پيژندلي، دا په افغانستان كي په جګړه كې له ټولو ښكيلو خوا غواړي، چې نور ماينونه ښخ نه كړي دا ځكه چې د كوچنيانو مور او پلار اخلي او دا يو ګناه ده.
”نن موږ د ماين د خطرونو په اړه زده كړي كوو، سرې تيږې د خطر نښې دي او سپينې تيږې بې خطره سيمې ښيي.
هغه كسان چې په افغانستان كې جګړه كوي، موږ ورڅخه غواړو، چې نور جنګ ونه كړي او ماينونه ښخ نه كړي، ځكه چې دا د ماشومانو مور او پلار اخلي، اسلام هم دا ګناه بولي، چې بې ګناه خلك ووژل شي.“
په افغانستان كې اوس هم تر شپږ سو كيلوميترو په ډېره ساحه كې ماينونه ښخ دي او درې ميليونه خلك د ماين د خطرونو سره مخ دي.
په ليرې پرتو او جګړيزو سيمو كې خلك وايي، چې د دوى سيمو ته د ماين پاكۍ ډلې نه ورځي او دوى د ماين د خطرونو سره مخ دي.
د افغانستان د ماين پاكۍ د همږغۍ مركز هم دا مني چې د دوى كاري ډلې ځينو سيمو ته د امنيتي ستونزو له امله نه شي ورتلاى، دغه اداره د افغان دولت او نورو وسلوالو ډلو غواړي، چي د ماين پاكۍ د كسانو امنيتي ستونزي حل او پراته خنډونه يې ليرې كړي، څو دوى د هېواد په بېلابېلو سيمو كې خلك د ماين د خطره وژغوري.
معصوم ميوند