د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۹

یو شمېر افغان ماشومان له جرمني څخه پس له درملنې هېواد ته راستانه شول


د افغانستان د سرې مياشتې ټولنه وايي، په پام كې لري چې په نږدې راتلونكې كې د هډوكو په ناروغيو اخته او سوي افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستوي.

د سرې مياشتې د رسنيو د څانګې مسؤل محمد سليم وردګ، چې د سې شنبې په ورځ يي په كابل كې له جرمني څخه راستانه شوي ماشومان خپلو كورنيو ته سپارل وويل، چې دا ماشومان د سرې مياشتې د ټولنې له خوا د سولې دهكدې ته ورپيژندل كيږي او بيا د درملنې لپاره جرمني ته استول كيږي.

هغه زياته كړه، چې د روان لمريز كال د سلواغې د مياشتې په وروستۍ نېټه پنځه اتيا نور ماشومان، چې ورته نا روغۍ لري جرمني ته ليږل كيږي.

د ښاغلي وردګ پر وينا د افغانستان د سرې مياشتې له ټولنې سره د جرمني دغه لړۍ د كلونو راهيسي روانه ده، چې تر اوسه پورې يي زرګونه هغه ماشومان، چې سوي او يا يي هم هډوكي مات وي تر درملنې لاندې نيول كيږي.

د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې هغو كورنيو ته، چې ماشومان يي دا ډول ناروغۍ لري د ځينو روغتونونو او راډيو يي خبرتياو له لارې خبر وركوي څو خپل ماشومان په يو ځانګړي وخت دوى ته وسپاري.

البته له دغه بهيره يوازې هغه ماشومان برخمن كېداى شي، چې عمرونه يي له يوولسو كلونو څخه كم وي او د دوي ټول لګښت د جرمني او د سرې مياشتې د ټولنې له خوا وركولې كيږي.
دا هغه ماشومان دي چې د سرې میاشتې له خوا جرمني ته استول شوي وه


حاجي محمد علم، چې د زوي درملنه يي په افغانستان كې ناشوني وه او د سرې مياشتې له لارې يي جرمني ته استولي وو وايي، چې ماشوم يي روغ رمټ شوى.

نوموړي زياته كړه د دوي په سمه كې ډير داسې ماشومان دي، چې په كور دننه يي درملنه ناشوني ده او بهر ته يي د تلو وس نه لري خو كله، چې بيرته خپلې سيمي ته ستون شي هغوي ته به هم د سري مياشتې پته وركړي.

د سري مياشتې مسولين وايي، د جرمني د سولې د هكدې ته يواځې د سوېو او د هډوكو په رنځ اخته ماشومان استول كيږي دوي وايي، سره مياشت هغه ماشومان، چې په زړه سوري وي او بې وزله وي په ګاونډېو هېوادونو كې يي درملنه كوي.

جرمني ته د هډوكو او سوي ماشومانو د درملني لړۍ له شلو كلونو څخه د زياتې مودې راهيسې روانه ده.

د جرمني د سولې د دهكدې يو چارواكي وويل، چې دوى به تر هغه دې كار ته دوام وركړي، چې ورته اړتيا وي.
XS
SM
MD
LG