د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۷

د عامې روغتیا وزارت د پولیو پر ضد کمپاین پیل کړ


د افغانستان د عامې روغتيا وزرات وايي، د پوليو يا فلج څخه د ژغورنې فرعي كمپاين په جنوبي، جنوب ختيځواو لويديځو ولايتونو كې پيل شوي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاكتر ثريا دليل ازادۍ راډيو ته وويل، چې د كمپاين د پلي كولو پر مهال د نا امنۍ او د تګ راتګ پر وخت پر لارو له خنډونو سره مخ كيږي خو بيا هم دغه پروګرام اغېزناك ثابت شوي.

ډاكتر دليل د فلج څخه د كوچنيانو د ژغورنې د درې ورځني كمپاين په اړه وايي:

"د ماشومانو د فلج يا پوليو پر ضد كمپاين په د هېواد په جنوب لويديځ او ختيځ كې په ۱۴ ولايتونو كې پيل شوى، چې ۱۵۸ ولسوالۍ به تر پوښښ لاندې ونيسي.

ټاكل شوې ده، چې ۲.۹ ميليونه هغه ماشومان، چې عمرونه يې تر ۶۵ كلونو كښته وي واكسين شي او د پوليو په دغه فرعي كمپاين كې ۱۹ زره روزل شوي رضا كاران كار كوي."

د افغانستان د عامې روغتيا سرپرسته وايي، چې په ۲۰۰۹ میلادي كال كې د پوليو ۳۹ پېښې او د ۲۰۱۰ میلادي كال د پيل څخه تر اوسه د پوليو ۴ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دغه پروګرام، چې د كوچنيانو لپاره د ملګروملتونود وجهي صندوق يا يونيسف او د روغتيا د نړېوال پروګرام په مرسته پيل شوى، د ۱۹ زره رضاكارانو له خوا پر مخ وړل كيږي.

د يونيسف چارواكي وايي، د دې بهير سره يي د مرستو هدف په نا امنو سيمو كې د پوليو څخه د كوچنيانو ژغورل دي.

ټاكل شوې ده، چې د دې پروګرام له لارې ۲ ميليونه او اتيازره كوچنيان د هېواد په جنوبي، ختيځو او لويديځو سيمو كې واكسين شي.

كه څه هم د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د پوليو ناروغۍ پر ضد مبارزه يې بريالۍ ده، خو د ۲۰۰۸ كال څخه تر ۲۰۰۹ كال پوري د پوليو ۷ نوې پېښې ليدلې شوي دي.

ويل كېږي، چې د دا ډول ناروغيو د ډېرېدو لاملونه د افغانستان په ځينو ولايتونو كې روانې نا امنۍ او ليري سيمو ته د تګ راتګ پر لارو امنيتي خنډونه دي، چي كېداى شي دا ناروغۍ نورې هم ډيري شي.

معصوم ميوند
XS
SM
MD
LG