د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

امریکا د ایران د ځینو ارګانونو بانکي حسابونه منجمدوي


واشنګټن د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ځواکونو په یو مشر او څو ارګانونو باندې نوی بندیزونه ولګول. امریکا ګمان کوي، چې سپاه پاسداران د ګڼې وژنې د وسلو په جوړولو او تکثیر کې لاس لري. د امریکا مالیې وزیر پرون اعلان وکړ، چې په امریکا کې د سپاه پاسداران د یوه مشر رستم قاسمي او څلورو هغو کمپنیو بانکې حسابونه منجمدوي، چې د خاتم الانبیا په نامه د ده د ساختماني کمپنۍ لپاره کار کوي.

خاتم الانبیا کمپنۍ د سپاه پاسداران انجنیري څانګه ګڼل کیږي او د دوی عملیات تمویلوي.

لویدیځ استخباراتي چارواکي په دې باور دي، چې د ایران اټومي او راکټي پروګرامونو اداره د سپاه پاسداران په لاس کې ده.

دغه بندیزونه د هغه فرمان په اساس جاري کیږي، چې څلور کاله پخوا د امریکا د پخواني جمهور رییس جورج بوش له خوا لاس لیک شوي.

دغه فرمان د امریکا حکومت ته اجازه ورکوي چې د هغو بهرنیانو بانکې حسابونه منجمد کړي چې د ګڼې وژنې وسلې جوړوي او یا یې توزیع کوي.

امریکا پخوا له دې هم په ۲۰۰۷ کال په خاتم الانبیا کمپنۍ باندې بندیزونه لګولي دي.

د تروریزم ضد او مالي استخباراتو د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سټیوارډ لیوی په یوې اعلامیې کې وویل، چې د ایران اقتصاد د سپاه پاسداران په ولکه کې دی.

دوی د عادي سوداګرو په ځای د خپلو پلوي سوداګرو خاصې ډلې ته امتیازات ورکوي.

د خاتم الانبیا او څو نورو کمپنیو ترشاه هم دوی ولاړ دي او له دې لارې له بهرني نړۍ سره د پاسدارانو اړیکې اداره کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت معین زیاته کړه، چې د واشنګټن دغه نوی اقدام د خاتم الانبیا کمپنۍ چې سپاه پاسداران ترې ګټه اخلي او د دوی خطرناک فعالیتونه تمویلوي نړیوالو ته ورپیژني ترڅو ورسره معاملې ونه کړي.

واشنګټن په داسې حال کې په سپاه پاسدارانو باندې نوي بندیزونه لګوي، چې سپینه ماڼۍ په ایران باندې د نویو نړیوالو بندیزونو لپاره هلې ځلې کوي.

د امریکا جمهور رییس باراک اوباما د سې شنبې په ورځ وویل، چې واشنګتن بیاهم غواړي خبرې وکړي خو ایران خپل سري او عناد ته دوام ورکوي.

"دوی لا پخوا خپله لاره ټاکلې ده، خو دروازی بیاهم خلاصې دي.

موږ په راتلونکو څو اونیو کې په دې کار کوو، چې په ایران باندې داسې نوي بندیزونه ولګول شي، چې دوی ته څرګنده کړي، چې دوی په مجموع کې له نړیوالې ټولنې څومره منزوی دي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې لپاره چې ایران له حساسو اټومي فعالیتونو لاس واخلی پر دغه هېواد تراوسه درې مرحلې بندیزونه لګولي.

خوتهران ټینګارکوي، چې د ایران اټومي پروګرام سوله ایز دی.
XS
SM
MD
LG