چارواكي وايي، په سالنګ كې د ژغورنې عمليات پاى ته نږدې شوي، چې په سلګونو ملي پوليسو له تېرې دوشنبې راهيسې وكړاى شول، د لسګونو كسانو ژوند وژغوري او په لسګونو مړي له واورې څخه وباسي. د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري وويل، پوليسو له لومړۍ ورځې د ژغورنې دغه عمليات پيل كړل:
"د عملياتو ټولې قوې نن وكړاى شول عمليات پنځه نوي فيصده تطبيق كړي. د افغانستان ملي پوليسو په لومړۍ ورځ وكړاى شول، تر ۲۶۰۰ زيات كسان، چې د واورې د ښويېدو له كبله په سيمه كې بند پاتې وو، وژغوري.
نن (چهارشنبې) څلورسوه پوليسو چې اكثره يې د پروان او بغلان ولايتونو وو، په دغو عملياتو كې برخه درلوده."
چارواكي وايي، د پېښې په قربانيانو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي او په لسګونو وسايط د واورې د ښويېدو له كبله تخريب شوي او يا هم په درنو واورو كې بند پاتې دي.
د كورنيو چارو وزارت وايي دغو برف كوچونو يا د واورې ښويېدو د سالنګ درې نيم كليومتره لار بنده كړې وه، خو اوس دوه نيم كيلومتره لار د بلډوزرو او نورو وسايطو په مرسته پاكه شوې ده. تر پېښې وروسته په لسګونو هغه كورنۍ زيات په تشويش كې دي، چې مسافرو يې له دې لارې خپل سفر پيل كړى و او تر منزله ونه رسېدل.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي د سالنګ په دې پېښه كې د مړو كسانو ارقام شېبه په شېبه زياتېږي، د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې ډاكټر ثريا دليل د چهارشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، د مړو كسانو شمېر تر يوسل او پنځوسو اوښتى:
"هغه ارقام چې د عامې روغتيا له وزارت سره دي، په دې پېښه كې يوسل او پنځه شپېته تنه مړه شوي او يوسل او پنځه دېرش تنه ټپيان دي. ارقام شېبه په شېبه بدلېږي.
د چهارشنبې له سهاره تر مازيګره د مړو شويو كسانو شمېر ډېر زيات شوى. كېدى شي اوس هم ځينې موټران تر واورو لاندې بند پاتې وي."
د سالنك په غرنۍ سيمه كې پر غزېدلې لويې لارې د دوشنبې په ورځ برف كوچونه رامات شول، چې په لسګونو لوى او واړه موټران تر واورې لاندې شول او دې طبيعي افت د لسګونو هغو مسافرو ژوند واخيست چې يا له شمالي ولايتونو كابل او يا هم له كابل څخه دغو ولايتونو ته روان وو.
په افغانستان كې چې د دغه ډول طبيعي پېښو لپاره له مخكې پېشبيني كمه شوې وي، د ژغورنې چارې اكثره وخت له ځنډ او خنډ سره مخ كېږي. خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي د سالنګ د پېښې د قربانيانو مرستې ته يې پروخت دانګلي او تر خپله وسه يې كار كړى دى.