يو، اېس، اې، ای، ډ ، يا د امريكا د متحدو ايالاتو نړيواله پراختيايي اداره وايي، چې د افغانستان د كرنې د پراختيا په برخه كې، امريكا د خپلې نوې ستراتيژۍ د پلي کولو لپاره، د نورې مرستې اعلان وكړ.
په افغانستان كې د امريكا د نړيوالې پراخيتايي ادارى يوه مسوول جان پېنل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چې د دې مرستې زياته برخه به په هېواد كې د ميوو او داسې نورو ګټورو حاصلاتو د زياتوالى لپاره ځانګړى شي.
جان پېنل وويل، چې دغه كرنيزه پروژه به تر ډېره ځايه د هېواد په جنوبي او ختيځو سيمو كې، د سولې د بنياد د پروګرام له لارې پلي شي.
جان پينل داهم وويل، پروژه د كرنې له وزارت سره هماهنګه شوې ده.
"دا پروګرام به دېرشو ميليونو ډالرو په لګښت د امريكا د يوې غيردولتي موسې (د سولې بنياد) په مرسته په څلوروكلونو كې پلي شي.
هيله ده د دې مرستې په نيتجه كې ګڼ شمير بزګر د كوكنارو له كرلولاس واخلي."
په افغانستان كې د امريكا نړيواله پراختيايي اداره وايي، چې دا پروګرام به د هېواد له كابو دېرشو زرو بزګرو سره، د انګورو، انارو، مڼو، بادامو او داسې نورو ميوو د حاصلاتو په زياتولو كې مرستې وكړي.
دا اداره داهم وايي، چې دا پروژه درې عمده برخې لري، د افغان بزګرو دح اصلاتو زياتوالى، د كارموندلو زمينې او په وزارت كې د كاري ظرفيتو لوړوالى.
افغان بزګر وايي، په ليرى پرتو سيمو كې د وسايلو د كموالي ستونزى لري.
يوتن بزګر اميراله وايي:
"له دولت څخه هیله لرم، چې کوپراتیفونو ته پراختیا ورکړي، لکه تراکتورونه، ماشینونه، سره د لبنیاتو ماشینونه، سړې خونې او ګدامونه جوړ کړي."
د كرنې وزارت د دغې مرستې هركلی كړى خو په هكله يې رسنيوته څه نه دي ويلى.
د چارو كارپوهان وايي، چې افغانستان يو كرنيز هېواد دى، بايد ډېرې پروژې په كې پلي شي. دوي وايي، د افغان بزګرو لويه ستونزه د ځمكو كموالى نه بلكې د اوبو لګولو د پروژو كموالى دى، ځكه چې د هيواد په زرګونو هكتاره پلنې دښتې اوس هم له تندى سوزي.
راپور: خان محمد (سيند)