د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۸

په کابل کې د صادراتو یو واحد مرکز جوړیږي


 افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو وزارت ویاند جواد عمر
افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو وزارت ویاند جواد عمر

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په داسې حال كې په هېواد كې د صادراتو په برخه كې د اسانتياوو د برابرولو په هدف د يو واحد مركز د جوړولو خبره كوي، چې د افغانستان د سوداكرۍ د خونې چارواكي وايي، د افغان دولت نه پاملرنې او د صنايعوو د پراختيا په برخه كې د يو رڼې سترانيژۍ د نه موجوديت له كبله له ستونزو سره مخ دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو وزارت چارواكي وايي، چې ډېر ژر به په كابل ګمرك كې د صادراتو د يو واحد مركز د جوړيدلو كار پيل كړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو وزارت وياند جواد عمر د شنبې په ورځ ازادي راډيو سره په يوې مركه كې وويل، چې د دغه مركز له جوړولو څخه هدف د افغان سوداګرو د فعاليتونو پراخول او د صاراتو د پروسې اسانه كول دي:

"د واحد له جوړولو څخه هدف دا دى، چې موږ وكولاى شو هغه ارګانونونه، دفترونه او ادارې چې د صادراتو په امر كې ښكېل دي او په كابل ښار كې ځاى لري د دوى د ستونزو د هوارې لپاره دوى تر يو چت لاندې راولو، چې په دې توګه به د اداري فساد، بډو اخيستلو او د ځايه وخت لګولو ستونزې هم هوارې شي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو وزارت چارواكي وايي، چې دغه مركز به د امریکا د پراختیا يي ادارې په مالي مرسته تر راتلونكو شپږو مياشتو پورې په كابل ګمرك كې جوړ او په پرمختللو وسايلو په سمبال شي.

په داسې حال كې چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو وزارت چارواكي وايي، چې د دغه مركز په جوړېدلو سره به د سوداګرو ګڼې ستونزې هوارې شي، خو يو شمېر سوداګر وايي، چې د دغه مركز په جوړېدلو سره به د دوى ستونزې نورې زياتې شي.

د افغانستان د سوداګرو د ټولنې مرستيال حاجي رحم الدين په اړه وویل:

"زما په نظر دا یوه اضافه او سرګردانه شعبه د سوداګر لپاره جوړه شوه، څومره چې امضا ګانې زیاتیږي د سوداګر سرګرداني هم زیاتیږ، څومره چې امضا ګانې کمې شي د سوداګر ستونزې هم کمیږي."

دغه شان د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو د خونې چارواكي هم وايي، چې د ستونزې د هواري لار د ډېرو مركزنو په جوړيدلو كې نه ده.
XS
SM
MD
LG