د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۰

شنبه د فبروري ۶ مه


نیویارک ټایمز ورځپانې "له افغانستان څخه د شوریانو د عبرت درسونه" تر سرلیک لاندې د شوروي د پخواني مشر میخایل کورباچیف یوه لیکنه خپره کړې ده او لیکلي یې دي، چې په افغانستان کې د وسله والو په نسبت عامه خلکو ته دېره مرګ ژوبله اوړي او د ګارډین ورځپاڼې په هلمند کې وسله والو پر ضد د پراخو علیماتو د ترسره کولو ته اشاره کړې ده.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د پخواني شوروي اتحاد د وروستي مشر میخایل ګورباچیف یوه مقاله خپره کړې، چی سر لیک یې دی، "له افغانستان څخه د شورویانو د عبرت درسونه".

ګورباچیف په مقالې کې ليکي، په افغانستان کې ګډوډي ده او هره ورځ په کې بې ګناه خلک وژل کیږي. د قربانیانو زیات شمېر ښځې، کوچنیان او زاړه دي، چي له تروریزم سره هېڅ ډول اړیکې نه لري.

د ګورباچیف په وینا، د افغانستان د حکومت واک کم شوی او له ۳۴ ولایتونو څخه لږ تر لږه په لسو ولایتونو کې طالب وسله وال فعال حضور لري.

په دې برسېره په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید زیات شوی او دا خطر هم شته، چې د دې هېواد بې ثباتي به د مرکزي اسیا ګاونډیو هېوادونو او پاکستان ته هم سرایت وکړي.

ښاغلی ګورباچیف د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې مقاله کې وړاندې لیکي، کوم پوځي عملیات چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان کې په بري سره پيل شوي، امکان لري چې په یوې ستراتیژیکي ناکامۍ سره پای ته ورسیږي.

د پخوانی شوروي اتحاد د جمهورریس ګورباچیف په باور، تر هرڅه مهم کار دا دی، چې د افغانستان حالات باید سم او په دقیق ډول وارزول شي او هغه دلایل ولټول شي، چې دا هېواد یې د ستونزو په ګرداب کې راګېر ګړی او داسې اقدامات باید وشي، چې افغانستان د ستونزو له دي ګرداب څخه را وایستل شي.

ښاغلی ګورباچیف د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په مقالې کې لیکي، د افغانستان د وران حالت د بدلون لپاره د لندن کنفرنس، په سم لوري او په ځای ګام و خو په دې شرط چې په عملي کېدو کې یې د تېر وخت تجربې په نظر کې ونیولی شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، شورویانو په ۱۹۷۹ میلادی کال کې افغانستان ته لښکر واستوه او داسې استدلال یې کاوه، چې دا کار یې د دوستانو په غوښتنې او د سېمې د ثبات په مقصد کړی، خو ډېر ژر معلومه شوه چې دا یوه ستره اشتباه وه او افغانستان داسې یو هېواد نه دی چې په اسانۍ دې اشغال شي.

ښاغلی ګورباچیف په مقالې کې لیکي، د شورویانو له وتلو وروسته، لویدیځ افغانستان ته شا کړه او په دې توګه په دې هیواد کې د پاکستان لاس وهنو او د افراطیانو واکمنۍ ته لار خلاصه شوه. په نتیجه کې طالبان او القاعده په افغانستان واکمن شول.

نیویارک ټایمز لیکي، اوس هم د افغانستان مساله له پوځي لارې نه حل کیږي او د دې هېواد لپاره ستراتیژي باید ملکي ستراتیژیکي وي. نړیوال باید یو ځل بیا افغانستان ته شا نه کړي او په داسې یوه حالت کې د واقعي پرمختګ امکان شته. د ګورباچیف په وینا، روسیه به هم د نورو هېوادونو په څنګ کې د افغانستان په ابادۍ کې ونډه واخلي.

ګارډين:

په انګلستان کې خپریدونکې ګارډین ورځپاڼې په هلمند ولایت کې د سترو پوځي عملیاتو د تیاریو په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یې راغلي، په زرګونو انګلیس، امریکایي او افغان عسکر په هلمند ولایت کې سترو تصفیوي عملیاتو ته تیاری نیسي.

د ورځپاڼې په باور، دا ستر عملیات په ګډه تر سره کیږي او هدف یې له مارجي ولسوالۍ څخه د وسله والو طالبانو لیري کول دي. وسله وال په دې ولسوالۍ کې مهم مرکزونه لري.

ګارډین لیکي، د هلمند ولایت دا پوځي عملیات د طالبانو په ضد تر ټولو ستر عملیات دي او بری به یې د افغانستان د امنیت لپاره یوه بیلګه وي. افغان او نړیوال ځواکونه هیله من دي، چې په دې عملیاتو سره به زیات شمېر طالب وسله وال خپلې وسلې په ځمکه کیږي او یا به له سېمې څخه ووځي.

د ورځپاڼې په باور، که چیرې د هلمند ولایت دا عملیات نتیجه ورنه کړي نو د افغانستان لپاره برابره شوي ستراتیژي به هم له ستونزو سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG